کور / نثر / د خدای پېژندني په اړه د عطایي ملا فکر

د خدای پېژندني په اړه د عطایي ملا فکر

Da wakht zarb

د خدای پېژندني په اړه د عطایي ملا فکر بیخي قوي هم روښان دی ، دحسن او میني په وسیله ترخپله خدایه رسېدلی هم یې په اروا کي اخښلی دی ، دا بې کچکوله قلند رشاعر د شیخ او محتسب د چلنده بغاوت د هغو له ریاکارو او حرصمندو چلندونو لکبله غنمت ګڼي چي د میږي په دود هرڅه ذخیره کوي حتیْ په ښایست خوښونه او مینه کولو کي د خلوت او د شپې دمکاریو کار اخلي خوبرعکس عطایي ملا د حسن او میني مفهوم په خلکو کي دود ګرځوي د حسن او میني لورویني ورباندي لوروي هم د حسن او میني د کوزه ګر ځانګړی تصور یې (د درباري ملا د جنت ،دوږخ او د خدای په اړه د روایتي (دودیزه) تصور برعکس ) د لاشعور څخه شعور ته راکډه کوي هم دا د عطایي ملا د شعر کمال دی چي لوستونکي ته د حسن ، میني او خدای په اړه دهري زوایې څخه یوه نوې خبره او نوی خیال ورکوي :
Da wakht zarb
رب جانان حسن مي خان دی زه د میني وجودي
د وحدة کثرت دا لوبه ! د ماشوم د بوډۍ ټال

که دي سترګي سي حسیني حسن ستا د در غلام
دا خو ستا د سترګو رنګ دی دا ښایست او دا جمال

د ٫٫سر٬٬ له پاسه ٫٫تن ٬٬نظم په یوه برخه کي داسي وایي :

رب خو مینه ده احساس دی
په اسرو کله خپلیږي
لمونځ حضور دی او اخلاص دی
په دُرو کله زده کېږي
ثواب لڅ سوګناه پټه
د ایمان کډي بارېږي
٫٫ په زور کلي نه جوړېږي٬٬ !د آدم خټه وحشي ده
ملا سد دي پښو ته تللی ، ستا د ٫٫سرله پاسه تن ٬٬دی
عصمت الله زهیر