په کندهار کي چاودني د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي ژوبل کړه

Aziz Rahman Hazim | مې 24th, 2019


تېره شپه د کندهار ښار  په عينو مېنه کي د موټر په وسيله يو بريد وسو چي شاوخوا لس تنه ئې ژوبل کړه.

پېښه تېره شپه ۱۲ بجې وسوه، چي قربانيان ئې ښځي او ماشومان دي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال  تادين وايي: “موټر بم چاودنه د کندهار د ملي امنیت د مخکني ښاري مدیر ظاهر خان د کور سره نژدې رامنځته سوې ده، دا چي د برید موخه څه وه په اړه يې تحقیقات دوام لري.”

دا چې ددې برید هدف ملکي وګړي او که همدغه امنیتي مسول وو‌، په دې اړه تحقیقات روان دي.

نوموړی مرګ ژوبله تائيدوي او ليکي”متاسفانه په دې برید کې زموږ لس هېوادوال زخمیان شوي، چې شپږ یې معصوم ماشومان او څلور یې ښځې دي”.
د پېښي پړۂ تر اوسه چا نه ده منلې.

Copyright Larawbar 2007-2024