کور / #PTM / ترهرګر رياست د ګلالۍ اسماعيل پر ضد د ترهګرۍ مقدمه درج کړې ده

ترهرګر رياست د ګلالۍ اسماعيل پر ضد د ترهګرۍ مقدمه درج کړې ده

پاکستان ترهګر رياست يو ځل بیا د پي ټي ايم پر يوې فعالې ګلالۍ اسماعيل باندي د پوځ خلاف پارونکو ويناوو په تړاو مقدمه درج کړې ده.

پر آغلي ګلالۍ وروسته له هغه دا قضيه درج سوه، چي په اسلام اباد کي ئې د يوې معصومي پښتنې فرشتې د قتل پر ضد احتجاج کونکو ته وينا وکړل ا وپه هغه کي ئې د فرشتې لپاره د انصاف غوښتنه وسوه.

آغلي ګلالۍ وويل، چي پاکستانی پوځ په خيسوري او سوات کي د پښتنو مېرمنو سره سپک چلند کړی دی.

https://twitter.com/Saad45Khan/status/1130829555361550336

د ګلالۍ پر همدې خبرو د پاکستان ترهګر پوځ غوسه سوی او د هغې پر ضد ئې مقدمه درج کړې ده.

پر نوموړي د پاکستان استخباراتي ادارې آی ايس آی له هيواد څخه بهر ته پر تګ بنديز لګولی دی.

د پي ټي ايم مخکښو فعالينو دا مقدمه غندلې او ويلي ئې دي، چي دلته رياست د هر هغه پښتون پرضد مقدمه درجوي چي د خپلو حقوقو غوښتنه کوي.

محسن داوړ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي، دا ډېره د شرم خبره ده چي د هغې پر ضد د ترهګرۍ قضيه ثبت سوې ده.