کور / راپور / ګلب الدين نائب: د پاکستان څخه د لوبي ګټل به د افغان لوبډلي مورال نور هم قوي کړي

ګلب الدين نائب: د پاکستان څخه د لوبي ګټل به د افغان لوبډلي مورال نور هم قوي کړي

د افغان کرکيټ لوبډلي کپتان ګلب الدين نايب ويلي، چي دپاکستان پر وړاندي  دافغان لوبډلي بريا به دغه لوبډلي ته په نړيوالو سياليو کي نور مورال ورکړي.

ګلب الدين نائب ټولو افغانانو ته د پاکستان پر وړاندي د کرکيټ سيالۍ ګټلو مبارکي ورکړه او وئې ويل، چي ددغه لوبي ګټل به افغان لوبډلي ته  په نړيوالو سيالو کي نور باور او اغېز ورکړي.

افغان کرکټ لوبډلې تېر شپه په انګلنډ کي نړیوال جام ته د چمتوالي په هدف تمریني لوبه خپلي سیالي لوبډلې پاکستان ته د دريو ویکټو په توپیر ماتي ورکړه.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سالیو ته د چمتووالي په هدف یاده تمریناتي لوبه کي د پاکستان لوبډلې لومړی بیټنګ پیل کړ چي په ۴۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ۲۶۲ منډې هدف وټاکه.

وروسته افغان لوبډلي بیټنګ پیل کړ چي په پنځوسم اور کي ئې د یاد هدف په پوره کولو سره د ۳ ویکټو په توپیر له پاکستان څخه یاده لوبه وګټله.