کور / راپور / د ارواښاد مولوي سميع الله ريحان جنازه نن خاورو ته وسپارل سوه

د ارواښاد مولوي سميع الله ريحان جنازه نن خاورو ته وسپارل سوه

نن د هيواد د وتلي عالم او مفتي مولوي سميع الله ريحان جنازه په جلال اباد کي د نوموړي په پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل سوه.

په دغه جنازه کي چي د دولتي چارواکو ترڅنګ ګڼ شمېر مخورو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او اولسي وګړو ګډون کړی وو نن  ماپښين ئې جنازه  په شېرزي لوبغالي کي واخيستل سوه او په خپله پلرنۍ هديره کي خاورو ته وسپارل سو.

ارواښاد ريحان تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال په جامع جومات کي د ځای پر ځای سوي ماين له امله په شهادت ورسېدی.

نوموړي له کلونو کلونو راهيستي په يوه شخصي ټلوېزون کي د خلګو ديني پوښتني ځوابولې او په هيواد کي يو له هغو نامتو علماوو څخه وو چي د افغان دولت په ننګه ئې تبليغ کاوه او په افغانستان کي روانه جګړه ئې حرام بلل.

د نوموړي پر شهادت افغانانو پر خواله رسنيو د ډاګېرني او خواخوږۍ پېغامونه سره تبادله کړي دي.