کور / راپور / جواد ظريف: منځني ختيځ ته د امريکا د اضافه سرتېرو لېږل به د امنيت په برخه کي ډېر خطرناک وي

جواد ظريف: منځني ختيځ ته د امريکا د اضافه سرتېرو لېږل به د امنيت په برخه کي ډېر خطرناک وي

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي، چي منځني ختيځ ته د امريکايي سرتېرو استول به بدي پايلي ولري.

نوموړي د ايران رسمي اژانس ايرنا سره په مرکه کي ويلي، چي دا به ډېره خطرناکه وي، چي امريکا خپل نور سرتېري منځني ختيځ ته واستوي.

نوموړی وايي، چي په دې هکله دي خبري وسي.

جواد ظريف وروسته له هغه دا څرګندوني کړي دي، چي تېره ورځ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چي منځني ختیځ ته به ۱۵۰۰ اضافه سرتېري واستوي.

ټرمپ وويل، چي دا سرتېري به د امنيت ساتلو په موخه استول کېږي.

همداراز امريکا د سعودي عربستان سره د ۸.۱ مليارد  ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورلو تړون هم تصويب کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي، چي امريکا غواړي په دې تړون سره د ايران  دګواښونکي خطر مخه ونيسي.