کور / راپور / د کابل پوليس: د خپلسرو هوايي ډزو په تړاو مو ۴۳ تنه نيولي دي

د کابل پوليس: د خپلسرو هوايي ډزو په تړاو مو ۴۳ تنه نيولي دي

د کابل پوليس وايي، چي ۴۳ تنه هغه کسان ئې نيولي دي چي تېره شپه ئې په کابل کي هوايي ډزي کړي دي.

د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد وايي، چي تېره شپه ځينو کسانو د پوليسو د خبرداري سره سره ډزي کړي دي او نن ددغه کسانو له ډلي ۴۳ تنه نيول سوي دي، چي عدلي ارګانونو ته به ور وپېژندل سي.

ښاغلي مجاهد وویل:

“د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ هدایت راکړ چي دغه کسان باید ژر تر ژره ونیول سي، زموږ پرسونل د کابل په بېلابېلو سیمو کي توظیف سول، ۴۳ کسان له وسلو سره ونیول سول او امنیې قومندانۍ ته انتقال سول، دوی به له قانون سره سم خپله سزا وویني.”

تېره شپه د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي د پاکستان سره د کرکيټ سيالۍ سيالي وه، چي افغان لوبډلي د دريو ويکټو په توپير سره وګټل.

د دغه لوبي د ګټلو سره هممهاله ځينو کسانو په هيواد کي دننه هوايي ډزي کولې، چي ګڼ کسان ئې ژوبل کړل.

د ښاغلي مجاهد په خبره، په دې هوایي ډزو کي تر اوسه د دوو کسانو د سطحي ټپي کېدو راپور ورته رسېدلی دی.

بل خوا د ننګرهار د والي له دفتره هم په یوې اعلامیې کي ویل سوي چي د خوشالۍ د هوایي ډزو له کبله درې تنه ټپیان د جلال اباد ښار حوزوي روغتون ته وړل سوي دي.