کور / راپور / د جام څلي د ژغورني لپاره ۳۰۰ کسان غور ته رسېدلي دي

د جام څلي د ژغورني لپاره ۳۰۰ کسان غور ته رسېدلي دي

ارګ وايي، چي د غور د جام منار د ژغورني لپاره ئې ۳۰۰ کسان لېږلي دی.

د ارګ مرستيال وياند صميم عارف په يوه ټويټ کي ويلي دي، چي د پنجشنبې په ورځ ئې د جام منار د ژغورني لپاره ۳۰۰ کسان لېږلي دي، چي هلته به ددغه څلي شاوخوا د سېلابونو د اوبو بندولو او څلي ته د اوښتي زيان د ترميم په چارو کي کار وکړي.

نوموړي دا هم ويلي، چي د اطلاعاتو او کلتور، دفاع، ټرانسپورټ او د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارتونه په همږغۍ د څلي د ساتني پر پلان بېړنۍ غونډه رابللې ده.

د عارف په وينا، ولسمشر يادو وزارتونو ته امر کړی دی، چی د ياد څلي د ژغورني لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

د جام څلي چي د ملګرو ملتونو د لرغونو اثارو په ليست کي شامل دی د څو ورځو راهيسي د سيلابونو د اوبو له امله د ګواښ سره مخ دی.