کور / علمي / یو نایابه تاریخي میراث د نابودۍ په حال کې

یو نایابه تاریخي میراث د نابودۍ په حال کې

ترتیب او راټولونه: حجت الله ظهیر

 په دې ورځو کې په مطبوعاتو کې د جام منار یا د جام څلی نوم ډېر اورېدل کېږي، علت یې د هغو خطرونو زیاتوالی دی، چې دغه تاریخي څلي ته متوجه دي.

 ډیری هېوادوال مو د دې تاریخي څلي له ارزښت او تاریخي مخینې څخه کامله خبرتیا نه لري، غواړم چې لنډه کتنه ورته وکړم:

په یونسکو کې لرغون پوهان د جام څلی د نړۍ له پخوانیو منارونو څخه یو نادر پاتې شوی منار ګڼي. دغه منار چې د هندوستان له قطب منار وروسته د نړۍ دوهم ستر څلی ګڼل کیږي د افغانستان د غور ولایت د شهرک له ولسوالي څخه د ۶۲ کیلو مترو په فاصله کې د جام (هغه سیمه چې د جام سیند له جنوب څخه شمال ته د هرېرود په طرف پکې بهیږي) په قریه کې د ۶۳ مترو لوړوالي په لرلو سره د بحر له سطحې ۱۹۰۰ متره پورته د غرونو په منځ کې موقعیت لري.

د دغه تاریخي څلي سُور (قُطر) د ځمکې په سطحه اتو مترو ته رسیږي او د دوه مترو په لوړوالي سره د یوې کوچنۍ کړکۍ له لارې د پورته تګ کوچنۍ لار لري. اټکل کيږي چې د دغه منار په جوړښت کې به د ۱۲ زرو پخو خښتو څخه استفاده  شوي وي.

ډېری لرغون پوهان په دې عقیده دي چې په هندوستان کې د نړۍ ترټولو لوړ څلی (قطب منار) د جام له څلي څخه په الهام اخیستنې د ۱۳ مې میلادي پیړۍ په شروع کې د ۷۳ مترو په لرلو سره د قطب الدین ایبک (د غوري پادشاهانو ترکي غلام وه، چې وروسته د هندوستان د شمالی سیمو لومړي مسلمان پاچا شو) په سپارښتنه جوړ شوي دی.

د یونسکو د اسنادو او شواهدو په بنأ دغه عظیم څلی په ۱۱۹۴ میلادي کال د غوریانو د سلسلې د مقتدر واکمن سلطان غیاث الدین غوري په زمانه کې جوړ شوی دی. د افغانستان د تاریخي ارزښتونو څخه د ساتنې د اتحادیې په نشریه کې ذکر شوی چې د دغه څلي د جوړونکي نوم (علی) دی، چې د منار په دوه ځایونو کې د (علی بن…) په شکل لیدل کيږي، همدارنګه د سلطان غیاث الدین نوم هم د منار په لاندنیو برخو کې له ورایه لیدل کیږي.

د لرغون پېژندنې کارپوهان په دې آند دي چې نه تنها د دغه منار ارزښت او اهمیت د ده تر ښکلا پورې منحصر دی، بلکې دا د غوریانو د عظیمي امپراتورۍ د ورکو او نا ویل شویو اسرارو او رمزونو کیلي ګڼل کيدلی شي.

له اسلامي کلتور سره یې اړیکه:

د اسلامي فرهنګ او ارزښتنو یوه لویه نښه چې تر دې مهاله له تاریخ او اوسنیو اسلامي ارزښتونو نمایندګي کوي هغه مناره بلل کیږي. مناره په اوس وخت کې په مسجدونو او په تیرو وختونو کې د نظامي اهدافو په موخه د استفادې وړ یو سمبول و او له منارې څخه به د کاروانونو د لارې د امنیت د نښې په توګه هم استفاده کېده، همدارنګه منارونه به لویو پادشاهانو او امپراتورانو د عظمت په توګه هم جوړول.

د مثال په توګه یو شمېر محققین په دې اند دي چې د جام څلی د فیروز کوه د مسجد ترڅنګ په هغه وخت کې رغول شوی و چې دغه منار د هغه وخت د مسجد مناره بلل کېده، خو یو شمېر نور په دې معتقد دي چې د جام څلی د غوري سلاطینو د جلال او عظمت په موخه جوړ شوی دی.

د جام پر څلي نوشتې:

د جام څلی د اتو ضلعو لرونکی دی، چې هرې ضلعې یې د یوې صفحې حیثیت غوره کړی چې په ښکلی خطاطی پرې ځیني نوشتي ترسره شوي. د بېلګې په ډول د منار په لاندنۍ ضلعو کې اوږدې لیکنې چې تر ډېره قراني آیاتونه دی، د مریم له سورة څخه (۳۱، ۴۳، ۵۴، ۷۷، او ۹۲) ایاتونه انتخاب شوي او په مدور شکل سره کاشي کاري شوي دي چې په مجموعي توګه (۹۷۶) جملې کیږي.

په لومړۍ ضلعه د پورته څخه ښکته خواته شهادتین (اشهد ان لا اله الا الله، و اشهد ان محمد رسول الله)، په دوهمې ضلعې قرآني آیت (نصرمن الله وفتح قریب) او په دریمه ضلعه کې د وخت د حاکم نوم په کوفي خط (السلطان المعظم غیاث الدنیا والدین ابوالفتح محمد بن سام) لیکل شوی دی.

د منار د لاندنۍ برخې لیکنې تر ډېره له منځه تللي او تنها ځیني کلمات یې لوستل کیږي، چې د حروفو یوځای والی یې په ښکلي کوفي خط ترسره او د لیکنې بڼه یې راوتلې (برجسته) ډیزاین شوی.

د نړۍ په فرهنګي آثارو کې د جام د څلي ثبتېدل:

د ۲۰۰۲ میلادي کال د جون په ۲۷ نېټه د مجارستان هېواد د بوداپست په ښار کې د یونسکو د علمي، فرهنګي او هنري برخې له لورې په یوې تاریخي ناسته کې د نړۍ د اتو نورو تاریخي اثارو تر څنګ  د (جام څلی) د نړۍ د فرهنګي اثارو د میراث په حیث ثبت او په دغه ښکلي فهرست کې زموږ د هېواد نوم د جام د منار ترڅنګ ولیکل شو. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله ۷۳۰ د نړۍ مهم فرهنګي او طبعي اثار د تاریخي بنأوو په حیث ثبت شوي دي.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د سترو تمدونونو د تقاطع مرکز پاتې شوی او د لرغون پېژندنې  د پوهانو په وړاندې د قیمتي خزانو حیثیت لري.

هغه خطرونه چې دغه څلي ته متوجه دي:

یو د هغو عواملو څخه چې دغه منار یې له خطر سره مخ کړي د سیند په څنډه د منار موقعیت ګڼلی شو، همدارنګه د سلګونو کلونو په تېریدو سره د هریرود سیند په جنوبي طرف خپلې ساحلي برخې له لاسه ورکړي چې له امله یې دغه ارزښتمن څلی له تهدید سره مخ کړی دی. واضح خبره ده چې هر کال د بارانونو او سیلابونو په راوتلو سره دغه خطر څو برابره لوړېږي.

هغه کومه لومړنۍ سروې چې د دغه منار د بقا لپاره په ۱۹۷۱ میلادي کال کې ترسره شوې د هغې د نتایجو له مخې دغه څلی د هرېرود په طرف (شمالی برخې) ۲ درجې تمایل پیدا کړی، برابره خبره ده چې د ۵۰ کلونو په تېرېدو سره به اوس دغې اندازې لا نور هم تغیر موندلی وي.

مآخذونه

 د بیلابیلو لیکوالانو د لیکنو ژباړل شوی نچوړ