کور / #PTM / ترهګر پوځ په جنوبي وزيرستان کي پر جلسو بنديز لګولی او د پي ټي ايم ګڼ ملاتړي ئې نيولي دي

ترهګر پوځ په جنوبي وزيرستان کي پر جلسو بنديز لګولی او د پي ټي ايم ګڼ ملاتړي ئې نيولي دي

تېره ورځ په جنوبي وزيرستان کي د پاکستاني استخباراتو لخوا د پي ټي ايم ګڼ شمېر کسان نيول سوي او زنداني سوي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، چي تېره ورځ استخباراتو د پي ټي ايم مخکښ او سيمه ايز خبريال ګوهر وزير د ځان سره بېولی دی.

د خلګو په وينا په سيمه کي پوځ پر عمومي جلسو بنديز لګولی دی او هر ډول ګڼه ګوڼه ممنوع ګرځول سوې ده.

له دې وړاندي د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي ترهګر پوځ د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې چي درې تنه ئې شهيدان او تر دېرشو زيات ئې ژوبل کړل.

په ورته وخت کي پوځيانو د پي ټي ايم مخکښ مشر علي وزير د ځان سره بېولی دی او ويل کېږي چي د هغه سره تشدد هم سوی دی.

د پي ټي ايم پر کاروان د پوځ بريد د ټولو پښتنو لخوا په کلکه غندل سوی دی او په ملاتړ ئې لاريونونه پيل سوي دي.

د لاريونونو دا لړۍ تر اروپا هم رسېدلې ده او هلته ميشت پښتانه د پي ټي ايم په ملاتړ او د ترهګر پوځ پرضد سره راغونډ سوي دي.