کور / #PTM / دپوځ لخوا پر پښتنو د ډزو په غبرګون کي د کوزي پښتونخوا وکيلانو کاربنديز اعلان کړی دی

دپوځ لخوا پر پښتنو د ډزو په غبرګون کي د کوزي پښتونخوا وکيلانو کاربنديز اعلان کړی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ پر ملاتړو د پوځ د بريد په غبرګون کي نن د بلوچستان وکيلانو کاربنديز اعلان کړ.

د بلوچستان د وکيلانو ټولنه وايي، چي پر بې وسلې خلګو د پوځ لخوا د ډزي کول ددې نښه ده چي حکومت وارخطا او وېرېدونکی دی.

تېره ورځ د پوځ  د بريد په غبرګون کي د پښتونخوا سيمي ټولو پښتنو وکيلانو کاربنديز اعلان کړی وو او ویلي ئې دي، چي د پوځ لخوا پر پښتنو  روان ظلم نور نه سي زغملای.

په پاکستان کي هم  ډېرو سياسي ډلو پر پي ټي ايم د پوځ بريد غندلی دی او دا ئې د بشري حقوقو څخه سرغړونه ګڼلې ده.

د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پي ټي ايم پر کاروان پوځ ډزي وکړې چي په کي درې تنه ئې شهيدان کړل او تر دېرشو زيات نور ئې ژوبل کړل.

د خړ کمر د پېښې وروسته د بلوچستان په بېلابيلو برخو کي پرله پسي دوه شپې احتجاجي مظاهرې هم سوي دي.