کور / #PTM / قانونپوهان: د حق غوښتونکو پښتنو پر ضد د بې ځايه مقدمو درجول د رياست ناکامي په ګوته کوي

قانونپوهان: د حق غوښتونکو پښتنو پر ضد د بې ځايه مقدمو درجول د رياست ناکامي په ګوته کوي

د پاکستاني ترهګريز قانون له مخي د پښتون ژغورني غورځنګ پر مخکښ مشر علي وزير د ترهګرۍ د ملاتړ، قتل او اقدام قتل تورونه پوري سوي دي.

علي وزير چي د وزيرستان په استازيتوب په قومي اسمبلۍ يا پارلمان کي وکيل هم دی د پاکستاني ترهګر پوځ له لوري ورباندي د ترهګرۍ د ملاتړ تور پوري سوی دی.

دوې ورځي وړاندي پوځ د پي ټي ايم پر ملاتړو ډزي وکړې چي درې کسان ئې شهيدان او تر دېرشو زيات ئې ژوبل کړل.

په ورته وخت کي شمالي وزيرستان ته پر لار د علي وزير په ګډون د پي ټي ايم د نورو ملاتړو پر کاروان د بريد وروسته علي وزير د پوځ لخوا ونيول سو.

نوموړی دا مهال د ترهګر پوځ په زندان کي شپې سبا کوي.

د پاکستان د بشري حقوقو د څار کمېټه وايي، چي د پوځ له لوري پر بې وسلې وګړو ډزي کول به خطرناکي پايلي ولري.

د پي ټي ايم په ملاتړ او د پوځ پر ضد د لراوبر پښتنو پراخ لاريونونه روان دي چي  ددې لاريونونو لړۍ آن تر اروپا پوري هم ورسېدل.

په پاکستان کي هم ګڼو مهمو سياسي ګوندونو د پي ټي ايم پر وړاندي د پوځ زورزياتی سخت غندل سوی دی.

څېړونکي او قانونپوهان وايي، چي د پښتنو مشرانو پر وړاندي دا ډول مقدمې درج کول ددې نښه ده چي رياست نور د ناکامۍ سره مخ دی.