کور / #PTM / د بخښني نړيوال سازمان: پر بې وسلې خلګو د پوځ بريد به ډېري خطرناکي پايلي ولري

د بخښني نړيوال سازمان: پر بې وسلې خلګو د پوځ بريد به ډېري خطرناکي پايلي ولري

د بخښني نړيوال  سازمان  وايي، چي په شمالي وزيرستان کي د پاکستان پوځ لخوا پر بې وسلې ولسي وګړو د ډزو څېړنه دي وسي.

ياد سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي د پوځ لخوا پر ولسي وګړو ډزي کول د نه منلو دي او دا د نړيوال قانون څخه خلاف ورزي ده.

دوې ورځي وړاندي د پي ټي ايم  مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ د په يو کاروان کي شمالي وزيرستان ته روان وه، چي د خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا ورباندي ناڅاپه ډزي وسوې.

په دغه ډزو کي درې تنه د پي ټي ايم غړي شهيدان سول او تر دېرشو زيات نور ژوبل سول.

پاکستاني پوځ د پيښي وروسته په سيمه کي پر ټلفونونو او انټرنيټ بنديز لګولی دی او نه غواړي چي د سيمي حالات دي د نړيوالو سره شريک سي.

دبخښني سازمان په خپل راپور کي ويلي دي، چي ددې پېښي جدي پلټنه دي وسي او هغه کسان چي پر خلګو ئې ډزي کړي دي بايد محاکمه سي.

د جنوبي اسيا لپاره د بخښني سازمان څېړونکې رابعه محمود وايي:

“دا چي پوځ لاریون کونکي په خپلو ډزو وژلي دي نو دا له نړیوال قانون څخه یو جدي سرغړونه ده “.