کور / #PTM / پنجابي پوځ علي وزير په ترهګرۍ تورن کړی، پښتنو ئې پر ضد پراخ لاريونونه پيل کړي دي

پنجابي پوځ علي وزير په ترهګرۍ تورن کړی، پښتنو ئې پر ضد پراخ لاريونونه پيل کړي دي

د پي ټي ايم مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د جنوبي وزيرستان استازی علي وزير د پاکستاني استخباراتو له لوري د ترهګرۍ ضد عدالت ته سپارل سوی دي.

ښاغلی وزير دوې ورځي وړاندي شمالي وزيرستان ته په يو کاروان کي پر لاره وو، چي د ترهګر پوځ له خوا په خړ کمر سيمه کي  لومړی ورباندي ډزي وسوې او وروسته علي وزير د نورو کسانو سره يوځای ونيول سو.

د پوځ په ډزو کي د پي ټي ايم ۱۳ تنه ملاتړي شهيدان کړي او تر دېرشو زيات ئې ژوبل کړي دي.

علي وزير د پوځ لخوا په چورلکه کي بنو ته يووړل سو.

محسن داوړ چي هم په دغه کاروان کي مل وو، له ډزو څخه روغ وتلی او په ميرامشاه کي خپل کور ته رسېدلی دی.

محسن داوړ په يوه وېډيويي پېغام کي ويلي، چي د خړ کمر پېښي په غبرګون کي به د کوټي تر وزيرستانه ټول پښتانه رايوځای کېږي او په ټوله سيمه کي به پرلتونه وهي .

ښاغلي داوړ له ټولو پښتنو غوښتي دي چي په دغه لاريونونو کي ګډون وکړي او د خپلو بې ګناه پښتنو د ويني پوښتنه وکړي او خپل حقوق وغواړي.

په ورته وخت کي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خړ کمر د پيښي پر ضد په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کي پراخ لاريونونه پيل کړي دي.

بل خوا د بخښني نړيوال  سازمان  وايي، چي په شمالي وزيرستان کي د پاکستان پوځ لخوا پر بې وسلې ولسي وګړو د ډزو څېړنه دي وسي.

ياد سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي د پوځ لخوا پر ولسي وګړو ډزي کول د نه منلو دي او دا د نړيوال قانون څخه خلاف ورزي ده.

دوې ورځي وړاندي د پي ټي ايم  مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ د په يو کاروان کي شمالي وزيرستان ته روان وه، چي د خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا ورباندي ناڅاپه ډزي وسوې.

په دغه ډزو کي درې تنه د پي ټي ايم غړي شهيدان سول او تر دېرشو زيات نور ژوبل سول.

پاکستاني پوځ د پيښي وروسته په سيمه کي پر ټلفونونو او انټرنيټ بنديز لګولی دی او نه غواړي چي د سيمي حالات دي د نړيوالو سره شريک سي.

دبخښني سازمان په خپل راپور کي ويلي دي، چي ددې پېښي جدي پلټنه دي وسي او هغه کسان چي پر خلګو ئې ډزي کړي دي بايد محاکمه سي.

د جنوبي اسيا لپاره د بخښني سازمان څېړونکې رابعه محمود وايي:

“دا چي پوځ لاریون کونکي په خپلو ډزو وژلي دي نو دا له نړیوال قانون څخه یو جدي سرغړونه ده “.