کور / راپور / نريندرا مودي عمران خان او د پوځ مشر ته د لوړي په مراسمو کي د ګډون بلنه نه ده ورکړې

نريندرا مودي عمران خان او د پوځ مشر ته د لوړي په مراسمو کي د ګډون بلنه نه ده ورکړې

د پاکستان لومړی وزير عمران خان د هند د لومړي وزير نريندرا مودي د لوړي مراسمو ته نه دی بلل سوی.

نريندرامودي چي د دوهم ځل لپاره د هند د لومړي وزير په توګه وټاکل سو، د نړ ۍګڼو مشرانو ته ئې د لوړي په مراسمو کي د ګډون بلنه ورکړې ده، خو خپل ګاونډي ته چي همېشه ورڅخه په شکايت دی بلنه نه ده ورکړې.

د مودي  د لوړي مراسم  به سبا د مي مياشتي پر ۳۰ نېټه  ترسره سي.

له دې وړاندي د مودي په لومړۍ دوره کي  دلوړي مراسمو ته د پاکستان د هغه وخت لومړي وزير نواز شريف وربلل سوی وو.

همداراز د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرباجوه ته هم په مراسمو کي د ګډون بلنه نه ده ورکول سوې.

پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړی هيواد پېژندل کېږي چي ګاونډيانو او نړيوالو امنيت ته ئې جدي ګواښ پېښ کړی دی.