کور / #PTM / اختر مينګل: د خړ کمر پېښه دي پارلمان وڅېړي، پاکستاني پوځيان خو اوس ښځي او ماشومان هم اختطافوي،

اختر مينګل: د خړ کمر پېښه دي پارلمان وڅېړي، پاکستاني پوځيان خو اوس ښځي او ماشومان هم اختطافوي،

د بلوڅ ملتپال ګوندبلوچستان نشنل پارټۍ مشر اختر مينګل وايي، چي د شمالي وزيرستان د پېښي په هکله دي جدي څېړني وسي او هغه کسان چي په دې پېښه کي ککړ دي بايد محکمه سي.

نوموړي دا هم وويل، چي اوس په بلوچستان کي د استخباراتو لخوا ښځي او ماشومان هم اختطاف کېږي او دا ډېره د اندېښنې وړ ده چي څنګه د يوملک پوځ اواستخبارات د ښځو او ماشومانو اختطاف ته ملا تړلې ده.

نوموړي وويل، چې هره ورځ  استخبارات په بلوڅميشتو سيمو کي ځوانان پورته کوي او تر دامهاله په لسګونو زره بلوڅان اختطاف سوي دي.

پاکستاني استخباراتو په لسګونو زره پښتانه او بلوڅان اختطاف کړي دي، چي په دوی کي ئې ډېری وژلي او د ګڼو لادرکه کسانو لا تراوسه ځای ځايګی مالوم نه دی.

اختر مينګل تېره ورځ  قومي اسمبلۍ ته په وينا کي وويل:  “په وزيرستان کي چي ډزې د کوم لورې وسوې ډنډې چا و اورولې پر هغه باندې سوال راپورته کيږي، خو دا د وزیرستان خلک چي په ۱۹۴۸ کي د کشمير اخيستو دپاره کارول سوي وه  نن ورته غداران ويل کيږي”.

نوموړي غوښتنه وکړه  چي يو پارلماني کمېسون دي جوړ  سي د وزیرستان د پېښې او په بلوچستان کي د رامنځته سويو پېښو پلټني دې وکړي .

نوموړي وويل، چي دلته هر هغه څوک غدار بلل کېږي چي د خپلو حقوقو غوښتنه کوي.

اختر مينګل د تحريک انصاف مشرانو ته په خطاب کي وويل، چي تاسو نن هيوادپالي يادېږي، خو چي سبا له حکومت څخه ليري سئ او په اپوزيسون کي راسئ تاسو به هم غداران حسابېږئ.