کور / #PTM / منظور پښتين: رياست د ترهګرۍ پر مخالفينو مقدمې درجوي، خو د ترهګرو ملاتړي ازاد ګرځي

منظور پښتين: رياست د ترهګرۍ پر مخالفينو مقدمې درجوي، خو د ترهګرو ملاتړي ازاد ګرځي

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين ويلي، چي د پاکستاني پوځ لخوا هغه کسان نيول کېږي چي د ترهګرۍ خلاف ئې ږغ اوچت کړی دی.

نوموړي په يوې تازه مرکه کي ويلي، چي رياست د هغه کسانو پر خلاف ګام نه اوچتوي چي په ښکاره د ترهګرو ملاتړ کوي.

ښاغلی پښتين وايي، د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان په ډاګه د ترهګرو بریدونو زمه واري منلې وه او راو انوار خو عدالت لا له وړاندې د ګڼو کسانو قاتل بللی وو، خو ریاست پر هغوی د ترهګرۍ مقدمې نه درجوي.

پاکستاني پوځ دوې ورځي وړاندي په قامي اسمبلۍ کي  د وزيرستان دخلګو استازی علي وزير ونيوی او د ترهګرۍ په ملاتړ ئې تورن کړ.

علي وزير داسي مهال ونيول سو، چي د پي ټي ايم د ملاتړو په کاروان کي جنوبي وزيرستان ته يوې غونډي ته روان وو.

وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان لومړی پاکستاني پوځ ډزي وکړې، چي ګڼ کسان ئې شهيدان او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل، وورسته ئې د علي وزير په ګډون ګڼ کسان ونيول.

منظور پښتین پر علي وزیر او محسن داوړ د جوړو سويو مقدمو په غبرګون کي وویل، ”دا داوړه د قومي اسمبلۍ غړي دي او کورنیو ته یې د ترهګرۍ له کبله لوی لوی تاوانونه رسېدلي دي، خو دوی چي کله احتجاجي ناسته کوي نو د ترهګرۍ تورونه ورباندې پورې کېږي، تر ایف ای ار له مخه نیول کېږي او بیا ایف ای ار پرې درجېږي. تشدد پرې کېږي. دلته ریاست تل د ترهګرۍ پر مخالفو خلکو تشدد کړی او هغوي یې بدنام کړي دي.”

ښاغلي پښتين وايي: ”علي وزیر او محسن داوړ چي له کله اسمبلۍ ته راغلي دي نو زما ډېر ښه تعلق دی ورسره. دوی نه بنیادپرستان دي، نه فرقه ییز او مذهبي سختدریځي دي او نه هم له قاتلانو او طالبانو څخه کېدای سي. ما لیدلي دي چي دوی په قومي اسمبلۍ کې قومي ترانې ته ولاړ وي، نو زه غواړم چي په دې اړه دې منصافانه پلټنې وسي او هغوی ته دي د ځان سپیناوي موقع ورکړل سي او زه تمه لرم چي په نیول سوو کسانو کي به له چا سره هم زیاتی نه کېږي.”