کور / #PTM / ترهګر پوځ په وزيرستان کي د پي ټي ايم په ملاتړ نور پښتانه مشران هم نيولي دي

ترهګر پوځ په وزيرستان کي د پي ټي ايم په ملاتړ نور پښتانه مشران هم نيولي دي

ترهګر پوځ تېره ورځ د خيبر پښتونخوا په بنو کي د پي ټي ايم ګڼ شمېر کسان نيولي دي.

دا کسان هغه مهال ونيول سول، چي د وزيرستان په خړ کمر کي د پوځ لخوا د پښتنو پر وړاندي د تشدد پېښه ئې غندله.

دوې ورځي وړاندي په خړ کمر سيمه کي پر بې وسلې  اولسي وګړو د ترهګر پوځ لخوا ډزي وسوې، چي ۱۳ تنه ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل او د علي وزير په ګډون ئې ګڼ کسان ونيول.

علي وزير دا مهال د پوځ په يوه زندان کي دی او د ترهګرۍ د ملاتړ په تور یوه مقدمه ورباندي درج سوې ده.

تېره ورځ په بنو کي د يادي پيښې د غندي لپاره پښتنو ځوانانو يو لاريون جوړ کړی وو، چي د پاکستان د پوځ لخوا ورباندي بريد وسو او ګڼ شمير کسان ونيول سول.

پاکستاني پوځ د خړ کمر له پيښي وروسته په سيمه کي پر هر ډول لاريون او جلسو باندي بنديز لګولی دی او هلته ئې پر انټرنيټ او موبايل استعمال هم بندکړی دی.

بل خوا په ميرامشا کي له دريو ورځو راهيستي د علي وزير د نيولو پرضد پرلت روان دی او د هغه د راخوشي کولو غوښتنه سوې ده.

په پاکستان  کي هم ګڼ شمېر سياسي ګوندونو د پوځ لخوا د پي ټي ايم پر کاروان بريد او د علي وزير نيول کېدل غندلي دی.