کور / #PTM / محسن داوړ: پاکستانی پوځ دي په سملاسي توګه له وزيرستان څخه ووځي

محسن داوړ: پاکستانی پوځ دي په سملاسي توګه له وزيرستان څخه ووځي

د پي ټي ايم مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي ويلي، چي د پاکستان پوځ دي په سملاسي توګه له وزيرستانه ووځي.

نوموړي په ېوې مرکه کي ويلي، چي د پاکستان پوځ باید په سملاسي توګه له وزیرستانه ووځي او تر څو چي د دوی دا غوښتنه نه وي منل سوې نو په میرانشاه کي به د غورځنګ د پلویانو پرلت روان وي.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي دوې ورځي وړاندي شمالي وزيرستان ته پر لاره د خړ کمر په سيمه کي د پي ټي ايم د ملاتړو پر کاروان پاکستاني پوځ ډزي وکړې او ۱۳ تنه ئې شهيدان کړل او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل.

پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه، چي کله د پي ټي ايم کاروان شمالي وزیرستان ته د يوه لاريون لپاره روان وو.

په پېښه کي ترهګر پوځ علي وزير د ګڼو کسانو سره يوځای نيولی دی او پر هغه ئې د ترهګرۍ په ملاتړ مقدمه درج کړې ده.

محسن داوړ چي هم په دغه کاروان کي مل وو، له بريده روغ وتلی دی او په ميرامشاه کي ئې د خپلو ملاتړ کونکو سره يوځای ددغه پېښي پرضد پرلت وهلی دی.

نوموړی وايي، چي علي وزير دي خوشي سي او د وزيرستان څخه دي پاکستانی پوځ په بشپړه توګه ووځي.

شمالي او جنوبي وزيرستان هغه سيمي دي، چي له کلونو کلونو راهيسي  د ترهګر پوځ لخوا ورباندي ظلمونه کېږي او په زرګونو پښتانه ئې لادرکه کړي او شهيدان کړي دي.

له وزيرستان څخه د پوځيانو د وتلو خبره د نورو پښتنو ملتپاله ګوندونو لخوا هم مطرح سوې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او همدا راز د عوامي نشنل ګوند ځینو مشرانو هم په قبایلي سیمو کي د پوځ د شتون په اړه پوښتنې کړې دي.