کور / #PTM / محسن داوړ: حکومت جرګه رالېږلې چي پرلت وځنډوو، خو موږ د علي وزير او نورو ملګرو خوشي کول غواړو

محسن داوړ: حکومت جرګه رالېږلې چي پرلت وځنډوو، خو موږ د علي وزير او نورو ملګرو خوشي کول غواړو

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان استازی محسن داوړ وايي، چي حکومت دوی ته د پرلت د ځنډولو لپاره جرګه ورلېږلې ده.

نوموړی وايي، چي حکومت د اتمانزو يوه جرګه ورلېږلې ده او ورته ويلي ئې دي چي دوی دي پرلت وځنډوي.

په ميرامشاه کي د محسن داوړ په مشرۍ وروسته له هغه پرلت جوړ سو، چي په خړ کمر سيمه کي د پي ټي ايم پر کاروان پاکستاني پوځيانو ډزي وکړې او ۱۳ تنه پښتانه ئې ووژل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

په ورته مهال د پاکستان پوځ د پي ټي ايم يو مخکښ علي وزير د ځان سره بوتلی او تراوسه د پوځ په يوه زندان کي دی.

ويل کېږي چي د علي وزير سره د پوځ لخوا ډېر تشدد سوی دی او سخت ځورول سوی دی.

د يادي پېښي په غبرګون کي په ميرامشاه کي د محسن داوړ په مشرۍ پرلت پيل سو، چي اوس هم دوام لري.

پرلت کونکي وايي، چي پر بې وسلې وګړو ډزي کونکي پوځيان دي محکمه سي او د پي ټي ايم مخکښ مشر علي وزير دي د نورو ملګرو سره يوځای راخوشي سي.

محسن داوړ تېره ورځ په يوې مرکه کي وويل، چي سمدستي دي پوځ د وزيرستان له سيمي څخه ووځي، ځکه د سيمي خلګ د پوځ له لاسه ځورول کېږي، خلګ ئې وژل کېږي او همدا پوځيانو کورونه ور وران کړي دي.

محسن داوړ وايي: ”موږ ته ئې د اتمانزو يوه جرګه رالېږلې وه. راته ئې وويل : خواست کوو چي تاسو يوې هفتې لپاره هيڅ هم مه کوئ او دوی به ئې هم نه کوي. دوی ويل چي علي وزیر او نور قید ملګري به راخوشې سي. خو موږ ورته وويل چې زموږ ملګري پوره نه دي او چي راپوره سي نو بيا به خبرې کوو. اوس دلته دوی ټولې لارې بندې کړي دي او خلک تګ راتګ ته نه پرېږدي خو موږ پېغامونه لېږلي دي.”