کور / کتابتون - بېلابېل اثار / قلموال پرله پسې ۶مه ګڼه له نويو او په زړه پوري ليکنو سره

قلموال پرله پسې ۶مه ګڼه له نويو او په زړه پوري ليکنو سره

د قلموال پرله پسې شپږمه گڼه له نويو او په زړه پورې  ليکنو سره چاپ شوه، د قلموال په دې گڼه کې چې په شپاړلسو مخونو کې  د لس زره گڼو په تېراژ  ټوله په رنگه ډول  چاپ شوې، دغه  لاندې ليکنې  په کې راغلي دي.

 


 الوک خان ککوزى


[په افغانستان کښي د ناکنتروله ديموکراسۍ او رسنيو د ازادۍ له امله يو شمېر داسې رسنۍ راوټوکېدې چي ظاهراً ازادې دي، خو د محتوا او فکر له مخې نه يوازې ازادې نه دي، بلکې تر دې حده يوې ډلې پورې منحصرې دي چي له ورايه يې تړښت څرګندېږي. ددې رسنيو هويت او پلويتوب هغه وخت لاپسې ډاګيز شو، چي د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کښي د يو شمېر ايران پلوه سياسي ډلو له خوا د کوچيانو او بهسودو د سيمه ييزو هزاره ګانو تر منځ يوه حقوقي ستونزه پېښه شوه او دې ډلو هڅه وکړه چي دا شخړه پر يوې سياسي او قومي شخړې بدله کړي.


دې تنظيمونو پورې تړلو رسنيو، دې  شخړې ته نور هم تېل واچول او له واقعيت نه لرې داسې خبرونه يې خپاره کړل چي د ازادو رسنيو پر بې طرفۍ يې تور داغ پورې کړ، دلته به يوازې ددې رسنيو د ځينو ليکنو څو عنوانه په خپل شکل تاسو ته وړاندې کړو او نور قضاوت به خپله لوستونکو ته پرېږدو]


 



څه شى چېرته ډېر دي؟
رشوت:   په حکومت کې
فساد: د فساد پر ضد ادارو کې
نا امني:  په امنيتي ارګانونو کې
بهرنيان:  په داخل کې
داخليان:  په بهر کې
مخدرات: د مخدراتو پر ضد ادارو کې
مخالفين: په حکومت کې
موافقين: تر حکومته بهر
ګډوډي: په ښارو کې
نظم:  په اطراف کې



ارشاد


[ له کله راهيسې چي نړيوال ځواکونه  افغانستان ته راغلي، دوى په ټينګه دا ژمنه کړې وه، چي موږ به په افغانستان کې  سولې، سوکالۍ او ولسواکۍ ته کار کوو او د روسانو کړې تجربې به نه تکرارو، بې گناه وگړي به  نه نيسو، نه ځورو او نه وژنو، خو له بده مرغه نړيوال ځواکونه په وار وار  په بۍ پروايې سره پر بې گناه ولسي وگړو بمباري کوي او په پرله پسې ډول همدا تېروتنې کوي، چي تر ټولو غټه يې د ننگرهار ولايت  د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې  له (ورا) سره پر تلونکو خلکو، ښځو او ماشومانو بمباري وه، چي په لسگونو بې گناه او معصوم افغانان چي ډېرى يې ښځې او ماشومان وو، ووژل. په دغې بمبارۍ کښي د دولت د مخالفينو هېڅ علايم ښکاره نه شول، د امريکايانو هره پلمه بې اساسه وه، ځکه چي ټولو نړيوالو اژانسونو په يوه خوله په دې بمبارۍ کښي د دولت مخالفينو ته زيان رد کړ او ټولو دغه بمباري پر بې گناه ښځو او ماشومانو بمباري  وبلله.
په دولت کښي او تر دولته بهر ټولو روښنفکرانو په وار وار په مرکو او ليکنو کښي نړيوالې ټولنې ته توصيه کړې،  چي پر بې گناه وگړو د بمبارۍ د مخنيوي لپاره بايد خپل ټول عمليات له دولتي امنيتې ارگانونو سره په همغږۍ تر سره کړي، خو له بده مرغه لکه چي نه همغږي اوس د دوى د پاليسۍ يوه برخه وي او پر افغان ځواکونو هېڅ باور نه لري. د دغه  راز پېښو تکرار د غومبسو په ځاله  کښي د گوتو وهلو په مانا دي، چي په دې سره به ولس د دوى پر ضد راوپارېږي او ولسي پاڅون ته به لاره  اواره شي، د دولت مخالفينو لپاره به دا يو ښه چانس وي، اوس نړيوالې ټولنې ته پکار دي چي افغان ولس نور له ترهگرو سره د مبارزې په نوم ونه ځوروي، ځکه چي په ولسي پاڅون سره به د نړيوالو ځواکونو حال تر  روسانو هم بدتر شي.]