کور / شعر / رينګه

رينګه

نه د وخت پرلو حه ليک نوم دصنم شتــــــــــه 
نه يې غم دغم په څېر نه يې ستـــــــــــــــم شته 
هغه تېرې خاطـــــــــــــــرې له مــــــــــوږه هېرې 
نه دېره پر ميږه تون بـــــــــــــــــــــاندې لړم شته 
دلته مه راوړه ټمبـــــــــــــــــــکــــــــــــې د مچيو
نه ګلونه د کوکنار نـــه دشړشم شتــــــــــــــــــه 
هـــــــــــــاد کلي خماريان مو تيت پــرک شول
نه خــــــــــــــو هغه شنې ډډوزې دچــــــلم شته 
ماشوم زړه مــــــې رينګه کړي تاته راغـــــــلم 
بې له تايې  نه تعويز او نه يـــــــــــــــې دم شته 
د تمبل  بــــــــــــورا  په تنده زړسوى مـــــه کړه 
پــــــروت په ګلو هم غوټۍ غوټۍ شبنم شته 
په صـــــــــابرو  کــــې صابر را ځينې ورک دى 
د هـــــــــرچا په لاس کې وږى دغنــــــــــــم شته 
بـــــــې اوبو يې هوس واخيست حيـــــرانې ده 
(نوراني)د قمـــــــر ګل سره څــــــــــــه زغـــم شته