کور / #PTM / ځايي خلګ: په وزيرستان کي پوځ تازه چاپې شروع کړي او پښتانه له کورونو باسي

ځايي خلګ: په وزيرستان کي پوځ تازه چاپې شروع کړي او پښتانه له کورونو باسي

د شمالي وزيرستان اوسېدونکي وايي، چي په سيمه کي د پاکستاني پوځ لخوا ګرځبنديز لګېدلی دی او هيڅوک نه پرېږدي چي له کورونو بهر ولاړسي.

د سيمي خلګ وايي، چي د خړ کمر له پېښي وروسته پوځيان عام وګړي نيسي او د ځان سره ئې جېلونو ته بيايي.

د سيمي يوه اوسېدونکي لراوبر ويبپاڼي ته وويل، چي پوج د خلګو پر کورونو چاپې وهي، خلګ د ځان سره بياي او د کورونو پرده ئې ورماتوي.

پاکستاني پوځيانو وروسته له هغه په سيمه کي کرپيو ولګول چي د خړ کمر څخه تېرېدونکي د پي ټي ايم پر کاروان ئې ډزي وکړې او ۱۳تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

پاکستاني پوځ دوې ورځي وړاندي په قامي اسمبلۍ کي  د وزيرستان دخلګو استازی علي وزير ونيوی او د ترهګرۍ په ملاتړ ئې تورن کړ.

علي وزير داسي مهال ونيول سو، چي د پي ټي ايم د ملاتړو په کاروان کي جنوبي وزيرستان ته يوې غونډي ته روان وو.

وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان لومړی پاکستاني پوځ ډزي وکړې، چي ګڼ کسان ئې شهيدان او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل، وورسته ئې د علي وزير په ګډون ګڼ کسان ونيول.

د يادي پېښي وروسته پوځ په سيمه کي پر انټرنيټ او موبايل بنديزونه لګولي دي او خلګ نه پرېږدي چي سيمي ته تګ راتګ وکړي.