کور / #PTM / وزيرستان ځايي خلګ: پوځ د خړ کمر ژوبل کسان له کورونو باسي او د درملو په زور ئې شهيدانوي

وزيرستان ځايي خلګ: پوځ د خړ کمر ژوبل کسان له کورونو باسي او د درملو په زور ئې شهيدانوي

د پي ټي ايم پر غړو د پاکستاني پوځ د حملې وروسته په شمالي وزيرستان کي پاکستاني پوځيان د ولسي وګړو پر کورونو چاپې وهي او هغه کسان له کورونو بهر وړي چي ژوبل وي او وورسته ئې د پېچکارۍ له لاري شهيدانوي.

له سيمي څخه ځايي خلګ وايي، چي پوځ په سيمه کي پر تګ راتګ بنديز لګولی دی او څوک نه پرېږدي چي له کورونو بهر ووځي.

يوه اوسېدونکي لراوبر ويبپاڼي ته وويل، چي دلته هر ګړی د خلګو پر کورونو چاپې وهل کېږي، د خلګو د کورونو برده ماتېږي او خلګ ئې بېول کېږي.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي په خړ کمر کي ژوبل سوي کسان د پوځ لخوا له کورونو بهر ايستل کېږي او بيا د يوې پېچکارۍ په وسيله  هغوی  وژل کېږي.

يو اوسېدونکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي لراوبر ويبپاڼي ته وويل: “ په کومه ورځ چي پوځ په خړ کمر کي پر خلګو ډزي وکړې زيات کسان ئې ژوبل کړل، اوس پوځ هغه کسان نيسي او د درملو په زور ئې شهيدانوي او لاښونه ئې وورسته په اوبو يا ډېران کي غورځوي”.

نوموړی زياتوي، کوم کسان چي د بريد وروسته په خړ کمر کي  په دوهمه ورځ وموندل سوه، هغه د همدغه پوځيانو لخوا د سورنج په وسيله شهيدان سوي وه.

دوې ورځي وړاندي د پي ټي ايم  مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ د په يو کاروان کي شمالي وزيرستان ته روان وه، چي د خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا ورباندي ناڅاپه ډزي وسوې.

په دغه ډزو کي درې تنه د پي ټي ايم غړي شهيدان سول او تر دېرشو زيات نور ژوبل سول.

پاکستاني پوځ د پيښي وروسته په سيمه کي پر ټلفونونو او انټرنيټ بنديز لګولی دی او نه غواړي چي د سيمي حالات دي د نړيوالو سره شريک سي.