کور / #PTM / بلاول:علي وزير پارلمان ته راولئ چي خلک خبر سي فوج څه کړيدي

بلاول:علي وزير پارلمان ته راولئ چي خلک خبر سي فوج څه کړيدي


بلاول:علي وزیر دې پارلیمان ته راوستل شي چې قام خبر شي وزیرستان کې څه روان دي؟
دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دخړ کمر په پېښه د وزیراعظم عمران خان اؤ دپښتونخوا صوبې دوزیراعلي محمود خان په غلي پاتې کیدلو پوښتنې راولاړې کړي دي اؤ غوښتنه یې کړې چې علي وزیر باید پارلیمان ته راوغوښتل شي ترڅو خپل دریځ وړاندې کړي.

دقامي اسمبلۍ غړی اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ وتلی مشر علي وزیر روانه اوونۍ دشمالي وزیرستان په خړ کمر چیک پوسټ وروسته له هغې پوځیانو نیولی چې غوښتل یې یوه احتجاجي ناسته کې برخه واخلي.

پي ټي ایم وایي په دغه مهال پوځ په عام بې وسلې ولس ګولۍ ورولي چې پکې ۱۳ کسان وژل وژل شوي تر۴۰ؤ نور ژوبل دي
پښتون ټايمز