کور / #PTM / کندهار: د محکوم وطن د شهيدانو جنازه او د فوج ضد لاريون وسو

کندهار: د محکوم وطن د شهيدانو جنازه او د فوج ضد لاريون وسو

په کندهار کي د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ لاريون او په وزيرستان کي د پاکستان پوځ لخوا پر لاريون کوونکو د ډله ايز خونړي بريد سخته غندنه وسوه.
د جنازې لمونځ د نبي کريمﷺ د خرقې مبارکي په جامع جومات کي ادا سو.
وروپسې لاريون کوونکو د لراوبر يو افغان او خپله خاوره خپل اختيار شعارونه ورکړل.
لاريون کوونکو د پاکستان پوځي او رياست لخوا د پښتنو سره د ظلم او وحشت دوام له زغمه وتلی وباله او ژر تر ژره يې ددې ظلم او زياتي بنديدل وغوښتل.
لاريون کوونکو له ملګرو ملتونو او بشري حقونو د څار له نړيوالو سازمانونو وغوښتل چي پر پاکستان فشار راوړي چي په محکوم وطن کښي د فوج وحشت او بربريت ژر تر ژره ختم کړي.
لاريون کوونکو د علي وزير ژر تر ژره ازاديدل وغوښتل او په شمالي وزيرستان کي يې د فوج لخوا د کرفۍ ختميدو او له وزيرستانه د هغه ځای د جرګې لخوا د فوج ژر تر ژره وتلو د غوښتني حمايت وکړ.
د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کي هم د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ لاريونونه سويدي او ځيني نور په راتلونکو ورځو کي کيدونکي دي.

#PtmKandahar

عبدالحی کاکړ -کندهار

#PtmKandahar
په کندهار کي د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ لاريون