کور / #PTM / وزيرستان : پوځ غواړي ځايي خلګ د ګرځبنديز او د خوراکي توکو د بندولو له لاري د مرګ سره مخ کړي

وزيرستان : پوځ غواړي ځايي خلګ د ګرځبنديز او د خوراکي توکو د بندولو له لاري د مرګ سره مخ کړي

په شمالي وزيرستان کي پر پي ټي ايم د ترهګر پوځ د بريد وروسته اوس په سیمه کي پاکستاني پوځيانو ګرځبنديز لګولی دی او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چي له کور څخه بهر ولاړ سي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي پوځ پر کورونو چاپې وهي، ځوانان او هغه ژوبل کسان له کورونو څخه باسي چي په خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا په ګوليو ويشتل سوي وه.

سيميه ايز خلګ وايي، چي د خوړو د کمبود سره مخ سوي دي او که چيري دا ګرځبنديز څو ورځي نور هم دوام وکړي، نو خلګ به له لوږي مړه سي.

پاکستاني پوځ په سيمه کي پر انټرنيټ او د موبايل پر خدماتو هم بنديز لګولی دی، خو ځيني کسان د غرونو له لاري خوندي سيمو ته رسېدلي دي، ترڅو د وزيرستان د خلګو حالت د ميډيا پر مخ بيان کړي.

د سيمي يوه اوسېدونکي لراوبر ويبپاڼي ته وويل، چي پوج د خلګو پر کورونو چاپې وهي، خلګ د ځان سره بياي او د کورونو پرده ئې ورماتوي.

پاکستاني پوځيانو وروسته له هغه په سيمه کي کرپيو ولګول چي د خړ کمر څخه تېرېدونکي د پي ټي ايم پر کاروان ئې ډزي وکړې او ۱۳تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

پاکستاني پوځ دوې ورځي وړاندي په قامي اسمبلۍ کي  د وزيرستان دخلګو استازی علي وزير ونيوی او د ترهګرۍ په ملاتړ ئې تورن کړ.

علي وزير داسي مهال ونيول سو، چي د پي ټي ايم د ملاتړو په کاروان کي جنوبي وزيرستان ته يوې غونډي ته روان وو.

وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان لومړی پاکستاني پوځ ډزي وکړې، چي ګڼ کسان ئې شهيدان او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل، وورسته ئې د علي وزير په ګډون ګڼ کسان ونيول.

د يادي پېښي وروسته پوځ په سيمه کي پر انټرنيټ او موبايل بنديزونه لګولي دي او خلګ نه پرېږدي چي سيمي ته تګ راتګ وکړي.