کور / راپور / د اختلافاتو له امله په مسکو کي د طالبانو او افغان سياسيونو ترمنځ غونډه لغوه سوې ده

د اختلافاتو له امله په مسکو کي د طالبانو او افغان سياسيونو ترمنځ غونډه لغوه سوې ده

تمه وه چي پرون چهارشتنه به په مسکو کي طالبان او افغان سياسيون خپلمنځي ناسته ولري او د افغانتسان په تړاو به په خپو کي يو له بله خبري وکړي، خو دا ناسته لغوه سوې ده.

راپورونه وايي، چي غونډه د اجنډا پر سر د اختلاف له امله لغوه سوې ده.

د مي مياشتي پر ۲۸ نېټه په مسکو کي د افغانستان او روسيې ترمنځ د سل کلنو اړيکو لمانځغونډه وسوه، چي په کي د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو استازو هم پکي ګډون کړی وو.

له کابل څخه هم ګڼ شمېر افغان سياستوال د حامد کرزي په مشرۍ د مسکو غونډي ته ورغلي وه.

ويل کيده چي د مي مياشتي پر ۲۹ نېټه به افغان سياسيون د طالبانو سره خپلمنځي غونډه هم ولري، خو د اختلافاتو له امله دا غونډه لغوه سوې ده.

د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين پر ټويټر ليکلي وه، چي په بين الافغاني غونډه کي به د سولي د عالي سورا د دارالانشاء مشر کريم خليلي او په روسيه کي افغان سفير لطيف بهاند ګډون نه کوي.

همدارارز ويل کيږي چي د افغان سياسيونو لخوا طالبانو ته ځيني وړانديزونه ورکول سوي وه، چي لومړی وړانديز په افغانستان کي د اوربند وو، خو طالبانو دا وړانديز په کلکه رد کړی دی.

څېړونکي وايي، چی د بين الافغاني غونډي پر سر  اختلافات به پر همدغه ټکو راغلي وي، چي يو به د افغان حکومت په استازيتوب څوک ګډون نه پکي کوي او بل به د اوربند وړانديز نه پکي کيږي.

په مسکو کي د سیاسي چارو کتونکي ډاکټر شېر حسن چي له دې غونډې خبر دی، پرون ناوخته  وویل:”له کابل او دوحې څخه راغلي مېلمانه یوازې په پرونۍ غونډه کي وو د دوی خبرې همالته پای ته ورسېدې، د نورو خبرو لپاره دوی وعده وکړه چي له درېیو بجو وروسته به یې کوي له درې بجو وروسته نه پوهېږم ستړي وو، که څرنګه سره ویې نه لیدل خبره نن ته پاتې سوه او نن هم دوی له یوه بل سره نه‌دي لیدلي، زه هغه هوټل ته ورغلی وم چي له کابله راغلي مېلمانه په‌کي اوسېږي. له کابله راغلي مېلمانه په یوه هوټل کي اوسيږي او له دوحې نه راغلي طالبان په بل هوټل کي اوسېږي دوی د سې شنبې تر ورځې وروسته له یوه بل سره لیدلي هم نه ‌دي.”