کور / راپور / حمدالله محب اسلام اباد کي د جنرال باجوه سره د سولي په تړاو ږغېدلی دی

حمدالله محب اسلام اباد کي د جنرال باجوه سره د سولي په تړاو ږغېدلی دی

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېره ورځ پاکستان ته د هغه هيواد په رسمي بلنه اسلام اباد ته ولاړی.

نوموړي هلته د پاکستان د لوی درستيز قمر باجوه سره وليدل.

ښاغلی محب وايي، چي د باجوه سره ئې د سولي په تړاو خبري کړي دي او دواړو لوریو موافقه وکړه چي ملي لومړیتوبونه باید له سیمه‌ ییزو لومړیتوبونو سره همږغي سي او ټولې هڅې د ګډو لاسته راوړنو لپاره وسي.

https://twitter.com/hmohib/status/1133809160661983233

نوموړي پر ټويټرپاڼه د خپل سفر په هکله ليکلي، ټينګار پر دې وسو، چي  دواړه  لوري به تماسونه ډېروي او په سيمه کي به د سولي لپاره کار کوي.