کور / راپور / يو افغان قراردادي د مليونونو ډالرو د غلا په تور نيول سوی دی

يو افغان قراردادي د مليونونو ډالرو د غلا په تور نيول سوی دی

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي د افغان پوليسو لپاره ئې يو ټېکدار او د داخله وزارت ۲۲ کارکونکي د فساد په تور نيولي دي.

ياد وزارت په يوې اعلاميه کي ويلي، چي يو ټېکدار ئې د شپږسوه مليونه افغانيو د غلا په تور نيولی دی او همداراز ئې د کورنيو چارو وزرات ۲۲ تنه کارکونکي په ياد فساد کي د لاس لرلو په تور بنديان کړي دي.

په اعلاميه کي ويل سوي، چي د کورنيو چارو وزارت پر دريو مهمو چارواکو له هيواد څخه بهر د سفر بنديز هم لګېدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت په اعلاميه کي ویل سوي  چي د یوې خصوصي کمپنۍ مشر حاجي رسا او یو شمیر حکومتي چارواکو، په لسو ولایتونو کي افغان پولیسو ته د غوښې رسولو په یوه قرارداد کي درغلي کړې او په میلینونه ډالر یې خوړلي دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چي دغه ټول کسان یې د اسنادو او سواهدو سره نیولي دي.

ویل کیږي چي افغان پولیسو ته په دې ولایتونو کي د غوښو رسولو قرارداد، چي شاوخوا پنځلس مليونه ډالر ارزښت لري حاجي رسا ته ورکړل سوی وو.

دا فساد چي تېره کال ترسره سوی دی، د یو شمیر ولایتونو د پولیسو مشران هم پکي لاس لري.