کور / #PTM / د ګرفتاريو سره سره د پي ټي ايم لاريونونه په پوره جوش سره روان دي

د ګرفتاريو سره سره د پي ټي ايم لاريونونه په پوره جوش سره روان دي

پاکستاني چارواکو د پي ټي ايم لسګونه غړي په دې تور نيولي دي، چي د پښتنو د بېځايه ګرفتارۍ پر ضد ئې احتجاج کاوه.

د وزيرستان په بنو او ټانک سيمو کي د پي ټي ايم شاوخوا ۳۰ تنه غړي نيول سوي دي، همداراز په چمن شار کي د ملابهرام اخوند په ګډون ګڼ کسان پوليسو د ځان سره بېولي دي.

په خيبر پښتونخوا، کوزه پښتونخوا او د پاکستان په ستر ښار کراچي کي د پي ټي ايم په ملاتړ او د خړ کمر د پيښي پر ضد پراخ لاريونونه روان دي.

په چمن ښار کي پوليسو د اپريل پر ۲۸ نېټه ماښام  د پي ټي ايم فعال غړی او مخکښ ملابهرام اخوند ونيوی.

پوليسو د ملابهرام پروړاندي د ترهګرۍ، غدارۍ او نوري مقدمې درج کړي دي.

د ملابهرام اخوند د نيول کېدو وورسته په چمن کي په سلګونو کسانو د تاڼې مخي ته پرلت وهلی او د نوموړي د راخوشي کېدلو غوښتنه کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په بنو او ټانک کي یې پولیسو لسګونه ملګري نیولي چې د مې پر ۲۸مه ئې ځېنې عدالتونو ته وړاندې کړل او د هریپور، ډېره اسماعیل خان او نورو ښارونو زندانونو ته ئې واستول.

د غورځنګ یوه غړي شاه فیصل غازي وايي، پولیسو په بنو کي د عبدالصمد، ندیم عسکر، عارف وزیر، بلال پښتون او حجت الله په ګډون یو شمېر کسان نیولي.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين ويلي، چي د پاکستاني پوځ لخوا هغه کسان نيول کېږي چي د ترهګرۍ خلاف ئې ږغ اوچت کړی دی.

نوموړي په يوې تازه مرکه کي ويلي، چي رياست د هغه کسانو پر خلاف ګام نه اوچتوي چي په ښکاره د ترهګرو ملاتړ کوي.

ښاغلی پښتين وايي، د تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان په ډاګه د ترهګرو بریدونو زمه واري منلې وه او راو انوار خو عدالت لا له وړاندې د ګڼو کسانو قاتل بللی وو، خو ریاست پر هغوی د ترهګرۍ مقدمې نه درجوي.

پاکستاني پوځ دوې ورځي وړاندي په قامي اسمبلۍ کي  د وزيرستان دخلګو استازی علي وزير ونيوی او د ترهګرۍ په ملاتړ ئې تورن کړ.

علي وزير داسي مهال ونيول سو، چي د پي ټي ايم د ملاتړو په کاروان کي جنوبي وزيرستان ته يوې غونډي ته روان وو.

وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان لومړی پاکستاني پوځ ډزي وکړې، چي ګڼ کسان ئې شهيدان او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل، وورسته ئې د علي وزير په ګډون ګڼ کسان ونيول.

منظور پښتین پر علي وزیر او محسن داوړ د جوړو سويو مقدمو په غبرګون کي وویل، ”دا داوړه د قومي اسمبلۍ غړي دي او کورنیو ته یې د ترهګرۍ له کبله لوی لوی تاوانونه رسېدلي دي، خو دوی چي کله احتجاجي ناسته کوي نو د ترهګرۍ تورونه ورباندې پورې کېږي، تر ایف ای ار له مخه نیول کېږي او بیا ایف ای ار پرې درجېږي. تشدد پرې کېږي. دلته ریاست تل د ترهګرۍ پر مخالفو خلکو تشدد کړی او هغوي یې بدنام کړي دي.”

ښاغلي پښتين وايي: ”علي وزیر او محسن داوړ چي له کله اسمبلۍ ته راغلي دي نو زما ډېر ښه تعلق دی ورسره. دوی نه بنیادپرستان دي، نه فرقه ییز او مذهبي سختدریځي دي او نه هم له قاتلانو او طالبانو څخه کېدای سي. ما لیدلي دي چي دوی په قومي اسمبلۍ کې قومي ترانې ته ولاړ وي، نو زه غواړم چي په دې اړه دې منصافانه پلټنې وسي او هغوی ته دي د ځان سپیناوي موقع ورکړل سي او زه تمه لرم چي په نیول سوو کسانو کي به له چا سره هم زیاتی نه کېږي.”