کور / تازه خبرونه / لر افغانستان: د نن ورځي وروستي خبرونه

لر افغانستان: د نن ورځي وروستي خبرونه

پېښور(هېوادخبر):موجوده حكومت هم تېرحكومت په شان دى ولې چې اوس هم دامريكا دخوشحاله ساتلو لپاره خپل خلك وژني دغه څرګندونې دپاكستان تحريك انصاف ګوند مشر عمران خان په لاهور كښې دګوند پلويانوته په وينا كښې وكړې ښاغلى عمران خان ويلي دي  هېواد په زيات مشكل حالت كښې دي  حكومت عوام ته دګرانۍ، اوزګارتيا، لاقانونيت اوځانوژنو ډالۍ وركړيده، دتيلو په بيه كښې په نړيواله كچه كمبوت راتلو بر سيره حكومت عوام ته هيڅ ګټه نده رسولې عمران خان وايې دتحريك انصاف دمبارزي موخه دعدليې خپلواكي او دقانون واكمني ده او ددغه لپاره به مبارزه جاري وساتل شي.



  پېښور(هېوادخبر):په سوات كښې دروانو عملياتو په ترڅ كښې30 طالبان درې سرتېرى وژل شوي اوطالبانودانجونو څلورو ښوونځيوته اور اچولى دى دوادى په ځينو سيمو كښې به ګرځنډه بنديز كښې نرمي راوستل شويده دراپورترمخه په سوات كښې امنيتي ځواكونو دتحصيل كبل په سيمه نوتانو بانډى، زوړه او دتحصيل مټې په سيمو ګت، پيو چار، نمل او نورو سيمو كښې دطالبانو پناه ځايونه تر بمبار لاندې راوستي دي خو وچاته پكښې دمرګ ژوبلې او ښتو خبر ندى تر لاسه شوى د خوازه خيلې په سيمه پيام هوټل كښې طالبانو پرامنيتي ځواكونو بريد وكړ ځواب وركولو سره طالبانو د تيښتې لاره غوره كړه ګولي باغ، ملم، سرتلګرام او د كبل په سيمه مهراه كښې طالبانودانجونوڅلور ښوونځى سوځولي دي د سيرتلګرام اوسيدونكو ته طالبانو سيمه خالى كولو امر وركړيدى.



  پېښور(هېوادخبر):د ښاروالۍ وفاقي وزير حاجي غلام احمد بلور ويلي دي چي د حكومتي چارې په ځاى ساتلو لپاره په سوات كښې  عمليات لازم شوى وه په پيښور كښې د دستار بندى يوې دستورې كښې دګډون پرمهال ښاغلى بلور وويل  اسلام دسولې درس وركوي خوله بده  مرغه اسلام ته دتشدد نوم وركول شويدى داسلام ساتلو لپاره يو مسلمان دبل مسلمان وينې بهوي ښاغلى بلور وايي  دټوپك په زور اسلام راوستل داسلام د روح په ضد عمل  دى داسلامي نظام رامنځته كولو لپاره دښوونې روزنې او سولې لاره خپلو پكار ده.



  پېښور(هېوادخبر):دضلع دير پايا په سيمه تيمرګره كښې ناپيژاندو وسلوالو دليويز دوه تنه كاركوونكي ووژل په پيښه كښې يو تن پوليس اويو عام وګړي ژوبل شويدي  دخبرترمخه په تيمرګره كښې دظلم په نوم پله ته نږدې پوسته باندې دليويز سرتيرو يو شكمن موټر ته د دريدلو اشاره وكړه پدغه وخت په موټر كښې ناستو څلور كسانو پرسرتيرو ډزې پيل كړې چي له امله يې  دوه تنه محمد زمين او يعقوب په هغه  ځاى ووژل شول او دوه تنه ژوبل شول پوليس وايي وسلوال كسان دموټر سره دسيمي څخه په وتلو بريالي شويدي.



پېښور(هېوادخبر):د پښتونخوا دپوهنې وزير سردار حسين بابك ويلي دي  پښتانه دي شخصي اختلاف  شاته كولو سره داتحاد او اتفاق مظاهره وكړي  اوس وخت راغلى دي چې  پښتانه يوالۍ څرګند كړي او دخپل منځى شخړو دحل لاردخبرو اترو دلارې راوباسي دغه څرګندونې نوموړي په ضلع بونير كښې د دوو ډلو ترمنځ دروغې جوړې  په دستوره كښې وكړې ايالتي وزير پرروغه جوړه باندي ددواړو خواوو څخه  مننه وكړه.



 پېښور(هېوادخبر):په ټول هېواد كښې دباران او مختليفو پيښو په ترڅ كښې يوويشت تنه وژل شويدي په كراچۍ كښې دباران سړى ټو له ورځ روانه وه دبريښنا او نورو حادثاتو  له امله پكښې اووه تنه  مړه شول  د باران له امله دكراچۍ ښار دځينو سيمو بريښنا قطع شويده په ښكارپور كښې يوماشوم په سيلاب وړى دي د سكهر په سيمه كښې باران اوسيلاب د دوو تنو ژوند اخستى دي په حيدر اّباد كښې ګڼ شمير سيمو كښې اوبه دريدلي او دټرافيك نظام  سخت زيانمن شويدى دبنو محمدخان په كلى لغارى كښې دكور بام راپريوتو له امله يوه ښځه  مړه او څلور تنه ژوبل شويدي دشهداو كوټ په سيمه كښې ديوه كور بام پرپرتو په پيښه كښې اويا كلنې ښځي ژوند با يللى دى او څوتنه پكښې  ژوبل  شوي هم دي دراجن پور او روجان په سيمو كښې 9 تنه سيلاب وړي او وژل شويدي چي  پكښې درې ماشومان هم شامل دي ويل كيږي طوفان اوباران په هېواد كښې  سخت زيانونه اړولي دي او كرونده ته يي دروندزيان اولي دي.