کور / #PTM / په پېښور کي د پي ټي ايم ملاتړو د پرلت د نه ختمولو سوګند کړی دی

په پېښور کي د پي ټي ايم ملاتړو د پرلت د نه ختمولو سوګند کړی دی

په پېښور کي د پي ټي ايم په ملاتړ زرګونه کسان راټول سوي دي او د تېري يکشنبې ورځي د پوځ د بريد په غبرګون کي ئې لاريونونه پيل کړي دي.

په پيښور کي د بي ټي ايم ملاتړو سوګند کړی دی چي ترهغو به پرلت نه ختموي تر څو چي د علي وزير په ګډون د پي ټي ايم نور نيول سوي کسان نه وي راخوشي سوي.

تېره يکشنبه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د ترهګر پوځ لخوا د پي ټي ايم پر کاروان بريد وسو چي ۱۳ تنه ئې پکي شهيدان کړل او شاوخوا ۳۰ کسه نور ئې ژوبل کړل.

په دغه پېښه کي پوځ په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی علي وزير او د پي ټي ايم ګڼ شمېر نور ملاتړي هم ونيول.

تېره ورځ په ميرامشاه کي د پي ټي ايم بل مخکښ محسن داوړ رسنيو ته وويل، چي دلته به زموږ پرلت هم روان وي او ترهغو به دوام ومومي چي علي وزير له زندان څخه نه وي راخوشي سوی او زموږ غوښتني نه وي منل سوي.

محسن داوړ وايي، چي پاکستانی پوځ دي په سملاسي توګه له وزيرستان څخه ووځي، ځکه  خلګ ددوی د ظلمونو له لاسه خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ سوي دي.

بل خوا د پي ټي ايم پر غړو د پاکستاني پوځ د حملې وروسته په شمالي وزيرستان کي پاکستاني پوځيان د ولسي وګړو پر کورونو چاپې وهي او هغه کسان له کورونو بهر وړي چي ژوبل وي او وورسته ئې د پېچکارۍ له لاري شهيدانوي.

له سيمي څخه ځايي خلګ وايي، چي پوځ په سيمه کي پر تګ راتګ بنديز لګولی دی او څوک نه پرېږدي چي له کورونو بهر ووځي.

يوه اوسېدونکي لراوبر ويبپاڼي ته وويل، چي دلته هر ګړی د خلګو پر کورونو چاپې وهل کېږي، د خلګو د کورونو برده ماتېږي او خلګ ئې بېول کېږي.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي په خړ کمر کي ژوبل سوي کسان د پوځ لخوا له کورونو بهر ايستل کېږي او بيا د يوې پېچکارۍ په وسيله  هغوی  وژل کېږي.

يو اوسېدونکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي لراوبر ويبپاڼي ته وويل: “ په کومه ورځ چي پوځ په خړ کمر کي پر خلګو ډزي وکړې زيات کسان ئې ژوبل کړل، اوس پوځ هغه کسان نيسي او د درملو په زور ئې شهيدانوي او لاښونه ئې وورسته په اوبو يا ډېران کي غورځوي”.

نوموړی زياتوي، کوم کسان چي د بريد وروسته په خړ کمر کي  په دوهمه ورځ وموندل سوه، هغه د همدغه پوځيانو لخوا د سورنج په وسيله شهيدان سوي وه.

دوې ورځي وړاندي د پي ټي ايم  مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ د په يو کاروان کي شمالي وزيرستان ته روان وه، چي د خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا ورباندي ناڅاپه ډزي وسوې.

په دغه ډزو کي درې تنه د پي ټي ايم غړي شهيدان سول او تر دېرشو زيات نور ژوبل سول.

پاکستاني پوځ د پيښي وروسته په سيمه کي پر ټلفونونو او انټرنيټ بنديز لګولی دی او نه غواړي چي د سيمي حالات دي د نړيوالو سره شريک سي.