کور / #PTM / محسن داوړ: پښتانه خپل شهيدان په پيسو نه خرڅوي

محسن داوړ: پښتانه خپل شهيدان په پيسو نه خرڅوي

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی محسن داوړ وايي، چي حکومت ددوی د پرلت ختمولو لپاره ويلي دی چي په خړ کمر کي د وژل سويو کسانو کورنيو ته به پيسې ورکوي.

محسن داوړ ددغه وړانديز په غبرګون کي په سختو ټکو ويل، چي پښتانه هيڅکله خپل مړي نه خرڅوي.

په ميرامشاه او د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کي وروسته له هغه پرلتونه او لاريونونه پيل سوه، چي تېره يکشنبې ورځ د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پاکستان ترهګر پوځ د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې او ۱۳ تنه ئې شهيدان کړل او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل.

د پېښي پر مهال پوځ د پي ټي ايم مخکښ مشر علي وزير هم د ځان سره بوتلی او پر هغه ئې د ترهګرۍ مقدمه درج کړه.

ياده پېښه په پراخه کچه د پاکستان دسياسي ګوندونو له خوا هم وغندل سوه او په غبرګون کي ئې په کوزه پښتونخوا خيبر پښتونخوا او د پاکستان په ښارونو کي پراخ لاريونونه روان دي.

په ورته مهال په پيښور کي د بي ټي ايم ملاتړو سوګند کړی دی چي ترهغو به پرلت نه ختموي تر څو چي د علي وزير په ګډون د پي ټي ايم نور نيول سوي کسان نه وي راخوشي سوي.

تېره يکشنبه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د ترهګر پوځ لخوا د پي ټي ايم پر کاروان بريد وسو چي ۱۳ تنه ئې پکي شهيدان کړل او شاوخوا ۳۰ کسه نور ئې ژوبل کړل.

په دغه پېښه کي پوځ په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی علي وزير او د پي ټي ايم ګڼ شمېر نور ملاتړي هم ونيول.

تېره ورځ په ميرامشاه کي د پي ټي ايم بل مخکښ محسن داوړ رسنيو ته وويل، چي دلته به زموږ پرلت هم روان وي او ترهغو به دوام ومومي چي علي وزير له زندان څخه نه وي راخوشي سوی او زموږ غوښتني نه وي منل سوي.

محسن داوړ وايي، چي حکومت دوی ته د پرلت د ځنډولو لپاره جرګه ورلېږلې ده.

نوموړی وايي، چي حکومت د اتمانزو يوه جرګه ورلېږلې ده او ورته ويلي ئې دي چي دوی دي پرلت وځنډوي.

پرلت کونکي وايي، چي پر بې وسلې وګړو ډزي کونکي پوځيان دي محکمه سي او د پي ټي ايم مخکښ مشر علي وزير دي د نورو ملګرو سره يوځای راخوشي سي.

محسن داوړ تېره ورځ په يوې مرکه کي وويل، چي سمدستي دي پوځ د وزيرستان له سيمي څخه ووځي، ځکه د سيمي خلګ د پوځ له لاسه ځورول کېږي، خلګ ئې وژل کېږي او همدا پوځيانو کورونه ور وران کړي دي.

محسن داوړ وايي: ”موږ ته ئې د اتمانزو يوه جرګه رالېږلې وه. راته ئې وويل : خواست کوو چي تاسو يوې هفتې لپاره هيڅ هم مه کوئ او دوی به ئې هم نه کوي. دوی ويل چي علي وزیر او نور قید ملګري به راخوشې سي. خو موږ ورته وويل چې زموږ ملګري پوره نه دي او چي راپوره سي نو بيا به خبرې کوو. اوس دلته دوی ټولې لارې بندې کړي دي او خلک تګ راتګ ته نه پرېږدي خو موږ پېغامونه لېږلي دي.”