کور / #PTM / عدالت محسن داوړ پوليسو ته سپارلی دی

عدالت محسن داوړ پوليسو ته سپارلی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ محسن داوړ نن د مي پر ۳۰ نېټه د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندي کړی دی.

محسن داوړ چي په ميرامشاه کي ئې د يکشنبې د ورځي د پيښي په غبرګون کي پرلت وهلی وو، نن د پوځ لخوا د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندي سو.

په ميرامشاه کي پرلت د هغې پېښي پرضد وو، چي تېره يکشنبه پاکستاني پوځ د شمالي وزيرستان  په خړ کمر سيمه کي د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې او ۱۳ کسان ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

په دغه پېښه کي د پي ټي ايم يو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی علي وزير هم د پوځ له خوا ونيول سو او په بنو کي د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندي کړل سو.

ويل کيږي چي پر علي وزير د پوځ لخوا تشدد هم سوی دی او سخت ربړول سوی دی.

د علي وزير د راخوشي کولو او  د خړ کمر د پيښي په غبرګون کي  محسن داوړ په ميرامشاه کي پرلت وواهه او ژمنه ئې وکړه چي د خپلو ملګرو د راخوسي کولو لپاره به هره ممکنه لاره چاره په کار واچوي.

خو د ياد پرلت د ختمولو لپاره حکومت محسن داوړ ته د اتمانزو قبېلې مشران رالېږلي وه او هغوی له داوړ څخه د پرلت ختمولو غوښتنه وکړه.

د جرګې مشرانو محسن داوړ ته وويل، چي تر اختر پوري تاسي پرلت وځنډوئ او په مقابل کي به حکومت هم هيڅ نه کوي.

پر ټولنیزو رسنیو پرلتوالو ته د محسن داوړ د وینا ویډیو خپره سوې چي پکي نوموړي د هغوی له موافقې سره سم، د ناستې ځنډولو اعلان وکړ.

داوړ په خپلو خبرو کي وویل چي په شمالي وزیرستان کي ګرځبندیز دوام لري او د میرامشا پرلت هم محاصره وو چي له کبله یې خلک نه سول ورتللای.

ده زیاته کړه چي د مې پر ۲۶مه د خړ کمر په ډزو کي د وژلیو او ژوبلو کورنیو تکلیفونو ته په کتو تر اختره پرلت ځنډوي چي په دې وخت کي خلک د وژلیو دوعاګانو ته هم ورسي.

 د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی سید انور داوړ وايي، د مې پر ۳۰مه د وزیرو مشرانو په ضمانت محسن داوړ په میرامشا کې پوځ ته ګرفتاري ورکړه او دی په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې سو.

د بنو کمېشنر د دفتر یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، عدالت داوړ د پلټنو په موخه د پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې ته وسپاره.

محسن داوړ عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې وویل، ځکه یې ګرفتاري ورکړې چي پر ځان لګېدلي تورونه سپین کړي.