کور / #PTM / په بروکسل کي د پي ټي ايم احتجاجي لاريون خبرتيا

په بروکسل کي د پي ټي ايم احتجاجي لاريون خبرتيا

 

د پاکستان غاصب فوج او ظالم رياست تل د محکومو ولسونو پر وړاندي د وحشت او جنايت څخه کار اخيستی دی.
دې استبدادګر غاصب پوځ هميشه د عدم تشدد د لارويانو د امن غوښتني ږغ په مرميو او باروتو ځواب کړی دی.
دوی که د پاکستان د جوړيدو سره سم په بابړه کي تر ۶۰۰ ډير د عدم تشدد لارويان “خدايي خدمتګاران” شهيدان کړل او بيا يې د هغوی کورنيو ته د مړو ور کولو پر سر د ويشتل سوو مرميو تاوان اخيست، په کراچي کي يې د دوولسم مئ د پښتانه د نسل وژني پېښه او د وزيرستان د خړقمر پر سوله ايز لاريون د فوج وحشي بريد کي تر څلوېښتو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله ددې غاصب رياست او جنايتکار فوج د وحشت او د پښتانه د نسل وژني ښکاره بېلګي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين پر ملګرو ملتونو او نړيوالو بشري سازمانونو ږغ وکړ چي خپل انساني او بشردوستانۂ رول ادا کړي او له خپلو افغانانو يې وغوښتل چي راوؤځي، نړيوالو ته د خپلو خلکو د مظلوميت ږغ ورسوي او د فوج د ظلمونو خلاف احتجاجي لاريونونه وکړي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د بلجيم څانګي د يوه احتجاجي لاريون تابيا وکړه او له تاسو اروپا مېشتو پښتنو/ افغانانو څخه په درنښت د خپلو کورنيو او بچيانو سره يو ځای د پراخ ګډون غوښتنه کوي.