کور / #PTM / پښتانه څه ډول مبارزې ته اړتيا لري!

پښتانه څه ډول مبارزې ته اړتيا لري!

ليکوال: ح، حقوېش

له پښتنو سره د پنجاب اوسنيو کړنو ته په کتو سره داسي مالوميږي، چي پنجابي پوځ غواړي پښتانه دې ته اړ باسي څو وسلې ته لاس کړي او ددوى په وړاندي وجنګيږي.
که داسي وشول نو پنجابيان خپل مرام  ته په ډيري اسانۍ سره رسېدلى شي، ځکه دوى داسي کارونه له بلوڅانو وروڼو سره وکول او هغه يې دې ته اړ ايستل څو وسلې ته لاس کړې، هغوى ډير ظلمونه او وحشتونه وزغمل خو بلاخر اړ شول د پنجابي پوځ په وړاندي راپاڅېدل او وسلوالي مبارزې ته يې دوام ورکړ.
پنجابي پوځ له دې فرصت څخه ګټه پورته کړه، بلوڅان وروڼه يې د ترهګرو په نوم نړۍ ته وروپېژندل، او د هغوى په وژلو او ورکولو پسې يې راواخستله چي تر ننه همدا لړۍ دوام لري. نو دوى اوس غواړي همدا کيسه له پښتنو سره هم تکرار کړي. پښتانه يو ډول نه يو ډول وسلوالي مبارزي ته اړ کړي. که داسي وشول بيا نو ددوى خوښه چي څه ډول دي وژني، چيري دي وژني، په څه دي وژني، ولي دي وژني هر څه چي يې زړه وغواړي هم هغه به درسره کوي. تا به د چاپلوسو رسنيو، ناحقه مبالغو، او ستا په شاوخوا کي د شته چاپلوسانو په مټ دومره بې وسه او بې کسه کړي چي جنازې کولو ته به دي هم خلک په ډير لوى زړه حاضرېږي، حق غوښتل خو به دي د خوب ليدل وي.
نو تر هر څه له مخه به له هغو ټولو لارو کار اخلو چي هغه موږ ته سوکالي راکولى شي مطلب مي سوليز لاريونونه دي، له دې لاري به نړيوالو ته دا ښيو چي موږ ترهګر نه يو حق غوښتونكي يو لوى ترهګر همدا پنجابي پوځيان دي. چي دا خبره نړيوالو ته وښيو لومړى ممکن نړيوال دې ستونزي ته حال لاره ومومي، که هغوى هم څه ونکړل، نو خبره به موږ له پخوا لا ددوى غوږونو ته رسولې وي چي موږ خپل حق په سوليز ډول غوښت او دوى دې ته اړ ايستلو چي موږ خپل حق د وسلې په مټ ورڅخه واخلو، هغه وخت به بيا په مېړانه راميدان ته شو. او داسي هم نه چي له کلونه کلونو وژل کيږو او موږ وايو چي دا قاتل به نن راباندې رحم وکړي سبا يا بل سبا به راباندې رحم وکړې، خو هيڅ هم نه!
له کله چي انګليسانو خپله مرداړه پاليسي تور پنجاب ته پرېښودله، او هغوى په لومړيو د بابړې لويه پېښه وکړه چي له زرو زيات پښتانه وروڼه پکښې شهيدان او ژوبل شول، له هم هغې ورځي موږ په وارو وارو او په ډول ډول وژل شوي يو، خو موږ بيا هم په دې فکر يو، چي ګوندي د انګليس پاته شونى به په لاره شي او رحم به وکړي.
خو!
اوس خبره له رحمه او حوصلې تېره ده. يوازي خپل ږغ د نړيوالو تر غوږونو رسول دي له هغه وروسته پرېكړه کول دي چي څه کوو او په څه ډول يې کوو.