کور / #PTM / د محسن داوړ او علي وزير د غړيتوب پر لغوه کولو په پارلمان کي سخت احتجاج سوی دی

د محسن داوړ او علي وزير د غړيتوب پر لغوه کولو په پارلمان کي سخت احتجاج سوی دی

تېره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کي وروسته له هغه جنجال رامنځ ته سو، چي ځينو وکيلانو د محسن داوړ او علي وزير د پارلماني غړيتوب د لغوه کولو وړانديز وکړ.

تېره ورځ په پارلمان کي د پاکستاني حکومت د پلان له مخي يواځي هغه پښتنو وکيلانو ته د خبرو کولو وخت ورکول سوی وو، چي د پي ټي ايم پر مخکښو او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو پر استازو محسن داوړ او علي وزير ئې نيوکي کولې.

څېړونکي وايي، چي حکومت په دغه معامله یوازې دمرکز پښتنو وزیرانو علي محمد خان، مراد سعید، شهریار اپریدي او دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ته دخبرو کولو اجازه ورکړې ده ترڅو دپي‌ ټي ایم تګلارو سره دپښتنو دمخالفت تاثر ورکړل سي.

د څېړونکو په اند، حکومت غواړي چي په پارلمان کي د پښتنو په ژبه پي ټي ايم او پر هغه پښتنو نيوکي وکړي، چي د خپلو حقوقو غوښته کوي، ترڅو دا وښيي چي پښتانه دد رياست له پاليسيو څخه خوښ دي او کومه ستونزه دوی ته نسته.

تېره ورځ کله چي په پارلمان کي علي محمد خان د محسن داوړ او علي وزير د پارلماني غړيتوب د لغوه کولو خبره وکړه، د اپوزيسون په ګډون ټولو استازو ددې وينا پرضد احتجاج وکړ او دا ئې د پښتنو سره بې عدالتي وبلل.

علي محمد خان پر افغانستان هم نيوکي وکړې، چي ګڼي د پي ټي ايم ملاتړ کوي، خو پي ټي ايم لا له وړاندي ويلي  وو، چي دوی د خپلو حقوقو غوښتنه کوي او که پر دوی د بهر څخه د ملاتړ تورونه ثابت سي سزا ګاللو ته تيار دي.

علي محمد خان د شمالي وزيرستان د خړ کمر د پيښي پړه هم پر علي وزير او محسن داوړ واچول.

تېره يکشنبه په خړ کمر سيمه کي پاکستاني پوځيانو د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې او ۱۴ تنه ئې په شهادت ورسول او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

په پاکستان کي سياسي ګوندونو د پوځ دا عمل سخت وغندی او وئې ويل، چي څنګه پوځ پر يو بې وسلې کاروان ډزي کوي.

ددغه پېښي وروسته علي وزير پوځ ونيوی او محسن داوړ هم د پوليسو سره په زندان کي دی.

د خړ کمر د پيښي په غبرګون کي په پراخه کچه د پښتنو لاريونونه راوتلي دي او د خپلو مشرانو د خلاصون ترڅنګ د خړ کمر د پيښي د څېړلو غوښتنه هم کوي.