کور / راپور / په امريکا کي يو وسلوال ۱۲ کسان وژلي او ۶ نور ئې ژوبل کړي دي

په امريکا کي يو وسلوال ۱۲ کسان وژلي او ۶ نور ئې ژوبل کړي دي

د امريکا د ويرجينيا ايالت په بېچ سيمه کي يو وسلوال پر خلګو بې درېغه ډزي کړي دي او لږ ترلږه ۱۲ کسان ئې وژلي دي.

د ويرجينيا پوليسو مشر جیمز سروېرا وايي، چي پېښه د جمعې په ورځ د ماپښين پر څلور بجې رامنځ ته سوې ده.

د پوليسو په وينا، يو نفر هغه مهال د ښاروالۍ په يوې وداني کي ډزي وکړې چي د خلګو ګڼه ګوڼه زياته وه.

په پېښه کي د يو پوليس افسر په شمول شپږ نور کسان ژوبل سوي هم دي.