کور / #PTM / بلاول بوټو: علي وزير او محسن داوړ دي پارلمان ته راوستل سي، ترڅو ددوی د خولې حقائق واورو

بلاول بوټو: علي وزير او محسن داوړ دي پارلمان ته راوستل سي، ترڅو ددوی د خولې حقائق واورو

د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو ويلي، چي محسن داوړ او علي وزير  دي پارلمان ته راوستل سي او د هغوی د خولې دي د وزيرستان د پيښي بيان واورېدل سي.

تېره ورځ د پارلمان وکيلانو پر حکومت نيوکي وکړې او وئې ويل چي د ميرامشاه د پيښي څېړلو لپاره دي يو کميسون جوړ سي.

د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو په خپلو خبرو کي وویل، چي علي وزير دي پارلمان ته راوستل سي ترڅو هغه خپل دريځ څرګند کړي.

نوموړي وويل: ”ما خط لېږلی چي د جنوبي وزیرستان ایم این ای علي وزیر او محسن داوړ د شمالي وزیرستان ایم این ای دې د راوستلو امر صادر کړي او ما سره د هغه خط د وصولۍ رسید هم سته خو نن په قامي اسمبلۍ کي موږ ته درواغ وویل سوه چي دوی دغه خط نه دی  ترلاسه کړی،  نو زه یوارې بیا غوښتنه کوم چي د دې دوو پارلماني غړیو حق دی او پارلمان له په خپل قانون عمل پکار دی او د دوی راوستل پکار دي.”

په ورته وخت کي د مسلم ليګ مخکښ غړي شاهد خاقان عباسي هم پر حکومت نيوکي وکړې او وئې ويل، چي قاضيان پر خپل سر پرېکړي نه سي کولای او نه هم د پارلمان د غړو په هکله خپل قضاوت وکړي.

تېره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کي وروسته له هغه جنجال رامنځ ته سو، چي ځينو وکيلانو د محسن داوړ او علي وزير د پارلماني غړيتوب د لغوه کولو وړانديز وکړ.

تېره ورځ په پارلمان کي د پاکستاني حکومت د پلان له مخي يواځي هغه پښتنو وکيلانو ته د خبرو کولو وخت ورکول سوی وو، چي د پي ټي ايم پر مخکښو او په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو پر استازو محسن داوړ او علي وزير ئې نيوکي کولې.

څېړونکي وايي، چي حکومت په دغه معامله یوازې دمرکز پښتنو وزیرانو علي محمد خان، مراد سعید، شهریار اپریدي او دخیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ته دخبرو کولو اجازه ورکړې ده ترڅو دپي‌ ټي ایم تګلارو سره دپښتنو دمخالفت تاثر ورکړل سي.

د څېړونکو په اند، حکومت غواړي چي په پارلمان کي د پښتنو په ژبه پي ټي ايم او پر هغه پښتنو نيوکي وکړي، چي د خپلو حقوقو غوښته کوي، ترڅو دا وښيي چي پښتانه دد رياست له پاليسيو څخه خوښ دي او کومه ستونزه دوی ته نسته.

تېره ورځ کله چي په پارلمان کي علي محمد خان د محسن داوړ او علي وزير د پارلماني غړيتوب د لغوه کولو خبره وکړه، د اپوزيسون په ګډون ټولو استازو ددې وينا پرضد احتجاج وکړ او دا ئې د پښتنو سره بې عدالتي وبلل.

علي محمد خان پر افغانستان هم نيوکي وکړې، چي ګڼي د پي ټي ايم ملاتړ کوي، خو پي ټي ايم لا له وړاندي ويلي  وو، چي دوی د خپلو حقوقو غوښتنه کوي او که پر دوی د بهر څخه د ملاتړ تورونه ثابت سي سزا ګاللو ته تيار دي.

علي محمد خان د شمالي وزيرستان د خړ کمر د پيښي پړه هم پر علي وزير او محسن داوړ واچول.

تېره يکشنبه په خړ کمر سيمه کي پاکستاني پوځيانو د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې او ۱۴ تنه ئې په شهادت ورسول او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

په پاکستان کي سياسي ګوندونو د پوځ دا عمل سخت وغندی او وئې ويل، چي څنګه پوځ پر يو بې وسلې کاروان ډزي کوي.

ددغه پېښي وروسته علي وزير پوځ ونيوی او محسن داوړ هم د پوليسو سره په زندان کي دی.

د خړ کمر د پيښي په غبرګون کي په پراخه کچه د پښتنو لاريونونه راوتلي دي او د خپلو مشرانو د خلاصون ترڅنګ د خړ کمر د پيښي د څېړلو غوښتنه هم کوي.