کور / #PTM / منظور پښتين: پوځ د خړ کمر د شهيدانو کورنۍ په پيسو خاموشه کوي، خو کورنيو انکار کړی دی

منظور پښتين: پوځ د خړ کمر د شهيدانو کورنۍ په پيسو خاموشه کوي، خو کورنيو انکار کړی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظو رپښتين وايي، چي د خړ کمر د پېښي وروسته پوځ او حکومتي ادارې هڅه کوي چي د شهيدانو کورنيو ته پيسې ورکړی او هغوی په دې باندي خاموشه کړي.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين په يوې ځانګړې مرکه کي ويلي، چي چارواکي د وژل سويو کورنیو ته ورغلي خو د هغوي خپلوانو ورته انکار کړی دی.

ښاغلي پښتين وويل:  “دا د فقیر اې پي خاوره ده ته نه وه یاده ، دا د ننګیالو خاوره ده ، دا په پېسو ته نه سې غولولای ، دا د ډېرو پاکو شهیدانو ویني دي ، دا هغه وینې دي چي د خپل وطن لپاره ، د مظلومیت لپاره او د دې لپاره توي سوي دي چي دلته خویندو ، میندو او سپین ږیري څوک وهي نه او ټکوي یې نه. ستاسو په پېسو د دې قېمت نسي ادا کېدای.”

نوموړي وويل، زموږ مبارزه د مړو په بدل کي د پيسو اخيستلو لپاره نه ده، بلکي په خپله خاوره د دائمي سولي او تلپاتي امن لپاره ده.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په خړ کمر سيمه کي شمالي وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان پوځ ناڅاپه ډزي وکړې او ۱۴ تنه ئې په شهادت ورسول.

په پېښه کي تر ۳۰ زيات کسان ژوبل سوي هم دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي پوځ اوس هم ژوبل کسان له کورونو څخه باسي او د يو انجکشن په مټ ئې شهيدانوي.

منظور پښتين وايي: “دا ظلم ، دا جبر ، دا د خویندو میندو اوښکې تویول ، دا پر دې خاوره د دوي ذلیله کول ، موږ به تر اخیري وخته پر دې خاوره د امن لپاره ولاړ یو چي د دې خاورې د مظلومانو غږ تر نړۍ ورسوو او دوي ته انصاف وغواړو.”

 د سيمي يو قومي مشر ملک غلام خان وايي، چي دوی ته د پوځ کمانډران راغله او ورته ئې وويل چي تاسو ته به پيسې درکړو، خو نور څه مه واياست.

ده وویل ، “د پوځ ځايي کمانډران پر ټولو کورونو ګرځېدلي او هغوي ته یې ویلي چې دا یو غلطي وسوه او تاسو زموږ خپل خلک یاست ، تاسو چي څه غواړی او څه غوښتنې مو وي موږ یې در پوره کوو. خو هغه خلک لا په خپل غم اخته دي او څه پرېکړه ئې نه ده کړې.”

پاکستان په سيمه کي په لسګونه زره پښتانه لادرکه کړي دي چي په هغوی کي ئې ډېری کسان وژلي او ګڼ کسان لا د زندان په تورو تيارو کي ورځي سبا کوي.