کور / #PTM / ملا بهرام تر اوسه نادرکه دی

ملا بهرام تر اوسه نادرکه دی

ملا بهرام ديني عالم او د پښتون ژغورني غورځنګ د چمن څانګي مشر وو.

نوموړی څو ورځي مخکي دپاکستان حکومت د رشتيا ويلو او خپل د ولس لپاره د بشري او انساني حقونو غوښتلو په تور ونيوئ. 

ورپسې ولس احتجاجي پرلت وکړ چي بيا د دولتي او ولسي جرګې د خبرو په نتيجه کي پريکړه داسي وسوه چي ولس به پرلت ختموي او حکومت به مولوي صاحب بهرام را ايله کوي.

پرلت د ژمني سره سم ختم کړ. خو رياست ملا بهرام نامعلوم لوري ته يرغمل کړ ، په چمن کي يې هم پر احجاجي لاريون او پرلت بنديز ولګاوه او هم يې ټيلفوني او انټرنټي ذسانتياوي بندي کړې.

مولوي بهرام د پاکستان پوځ له ځانه ساتلی دی، يو بل تصوير چي ويل کيږس يوه پښتون پوځي په پټه دباندي را ايستلی دی مولوي صاحب په داسي حال کي ښيي چي ګمان کيږي تشدد ورسره سوی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ او ملاتړکوونکي يې په محکوم وطن او نړۍ کښي د #PTM د ټولو مشرانو او غړو ژر تر ژره را ايله کيدو او نورو غوښتنو پوري په کوئټه او پېښور کي احتجاجي پرلتونو ته دوام ورکوي.

#PeshawarSitIn #QuettaSitIn

#KharQamarMassacre