کور / #PTM / په پاريس کي د پاکستان دولت او پوځ ضد پراخ لاريون وسو

په پاريس کي د پاکستان دولت او پوځ ضد پراخ لاريون وسو

په محکوم وطن او نړۍ کښي تر هغه وروسته د پاکستان دولت او پوځ د کړنو ضد احتجاجونو زور واخيست چي د شمالي وزيرستان په خړقمر کلي کښي پاکستاني پوځيانو پر لاريون کوونکو او د پارلمان پر غړو علي وزير او محسن داوړ ټکان وکړل شاوخوا ۵۰ کسان يې زخميان او ۱۳ کسان يې شهيدان کړل.

دا لاريونونه چي د PTM مشر منظور پښتين په امر پيل سول په اروپا کښي تر هالنډ او انګليستان وروسته تېره ورځ د جرمني په بريمن، پاريس آيفل ټورن او واشنګټن کي د سپيني ماڼۍ مخته د سلګونو کسانو په شمېر جوړ سول.

لاريون کوونکو د PTM د ټولو بنديانو ازاديدل او د خپلو غوښتنو پوره کولو تر څنګ پاکستان دولت، پوځ او استخبارات په سيمه او نړۍ کي د تروريزم په روزونکو او ملاتړکولو تورن کړ او له نړيوالو يې پر پاکستان د سياسي او اقتصادي فشارونو غوښتنه کوله.

دپاکستان ضد احتجاجي لاريونونو لړۍ په اروپا کي نوره هم غځيږي چي راتلونکی لوی لاريون به د جون پر ۱۲مه په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د کميسون مخته وي او ددې مياشتي په پای کي په جنيوا کښي د ملګرو ملتونو د مرکز مخته هم د احتجاجي لاريون تابيا کيدونکې ده.

عبدالله احسان