کور / #PTM / ماماقدير بلوڅ د اختر په ورځو کي د لادرکه بلوڅانو لپاره د لاريون اعلان کړی دی

ماماقدير بلوڅ د اختر په ورځو کي د لادرکه بلوڅانو لپاره د لاريون اعلان کړی دی

د لادرکه بلوڅانو لپاره د اواز اوچتولو غورځنګ ويلي، چي د اختر پر لومړۍ ورځ به د کوټي پريس کلب مخي ته پراخ لاريون کوي.

د ياد غورځنګ مرستيال ماما قدير بلوڅ پر ټولو اتحاديو، زده کونکو او ګوندونو ږغ  کړی دی، چي په دغه لاريون کي ددوی سره ګډون وکړي.

ماماقدير بلوڅ په يوه وېډيويي پېغام کي خلګو ته ويلي، چي اختر يوه مذهبي او اسلامي ميله ده، خو له دغي خوشالۍ څخه بلوڅ، پښتانه او سنديان محرومه سوي دي.

نوموړی وايي، چي د پښتنو، بلوڅانو او سنديانو خلګ د پنجاب د حکومت لخوا لادرکه کېږي او په زرګونو کسان ئې اوس هم په زندانونو کي دي او يا ئې هم وژلي دي.

ماماقدير بلوڅ وايي، چي يواځي په بلوچستان کي ۴۵۰۰۰ ځوانان د پوځ لخوا لادرکه سوي دي او دغه ۴۵۰۰۰ کورنۍ هر اختر د غم پر ټغر ناست وي او د خپلو خپلوانو د راتګ شيبې شماري.

نوموړي وويل، نو په همدې خاطر هغه د ټولنې د هر فکر سره تعلق لرونکو، سياسي ګوندونو، زده کوونکو اتحادیو، مدني ټولنې او د وکيلانو نه علاوه په ټولو هغو چې خپلوان يې ورک دي چې دوي د اختر په ورځ په درې بجې د کوټې پرېس مخې ته په احتجاجي مظاهره کي ګډون وکړي او خپل اخلاقي بلوڅي،د پښتونولۍ او سندهي فرض پوره کړي او زيات خلک دې پکي ګډون وکړي.

پاکستاني پوځ په سيمه کي په لسګونو زره پښتانه او بلوڅان لادرکه کړي دي چي زيات شمېر ئې په شکنجو او کړاوونو سره وژلي دي.

پښتون ژغوني غورځنګ هم د خپلو ورکو سويو پښتنو د سرنوشت او پتي مالومولو لپاره بې درېغه کوښښونه کوي، ترڅو د ترهګر پوځ په منګلو کي ايسار پښتانه راخوشي کړي او د وژل سويو پښتنو په هکله څېړني وکړي.