د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې (۱۱)
که مو ددې ليکني تيري شوي برخي نه وي لوستي دا ځاي کليک کړئ مکمل غېر سېاسي: اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسي نه دئ؟ د التمش لېکنه | ||
|
مسلمانان به مسلمانان وي خو اېمان به ئې پلورلې او صلیبیان به پرې حکومت کوي: (سلطان ایوبي )
اومه نجلۍ او نادودې ئې :(۲)
د ساحل دپنډ غالي څخه رابن ، او دهغې د څلورو ملګرو او شپږ نجونو قافله د ساتونکو په ساتنه کې د قاهرې په لور روانه وه ، قاصد د هغوی څخه لږ څه د مخه تللې و ، بندیان په اوښانو سپاره ، او ساتونکي یې په آسونو سپاره و. هغوی عادي تګ کاوه او دلارې په اوږدو کې به ئې پړاو اچوو. هغوی دکومې ویرې اوخطر د احساسولو پرته روان و. ځکه هلته د دښمن دیرغل او ویرې ګواښ شتون نه درلود . د چا د تیښتیدو خطر هم نه محسوسیده . خو هغوی دا هیر کړې و چې دا بندیان ټول روزل شوي جاسوسان دي ، هغو چې د تاجرانو په لباس کې نیول شوي و ټول په ګوته راټول شوي غشي ویشتونکي اوتیغ وهونکی فوځیان و. او نجونی یواځې نجونی نه وې چې د ښځو کمزورې ذات وګڼل شي ، دهغې نجونو جسمانې زړه را ښکودنه ، اروپائې رنګ ، ځواني او د هغوی بې حیائې داسې وژونکې وسلې وې چې ډیرو سترو جابرو حکمرانانو ورته وسلې پرځمکه کیښودې .
د ساتونکودډلې قومندان یو مصرې ځوان و. هغه وکتل چې دهغوی شپږو څخه یوه ئې دهغې لورې ته مخ ور اړوي او ورګوري اوکله چې دا ورته ووینې نود نجلۍ په شونډو کې مسکا را پیدا کیږی . او همدې خندا هغه مصرې ځوان د موم په څیر ویلي کاوه . دماښام وخت و چې هغوی لمړې پړاو وکړ نو ټولوماښامي غذا و خوړله، خو دې نجلۍ ډوډۍ ته لاس هم ونه کړ ،کله چې قومندان ته خبر ورکړل شونو هغه د نجلۍ سره خبرې وکړې ، نجلۍ دهغه په ژبه هم پوهیدله او هم ئې ویلاې شوه ،د نجلۍ د سترګو نه اوښکې راغلي ، هغې ورته وویل چي غواړي له ده سره په ځانته ځاې کې خبرې وکړي.
کله چې د شپې ټول ویده شول نو قومندان راپاڅید، هغه ، هغه انجلۍ را ویښه کړه او یوه ځانته ځاې ته ئې یوړه ،نجلۍ هغه ته وویل چې هغه مظلومه ده ، فوځیانو د یوه کور څخه را تښتولې ، اوبیا ئې په جهاز کي له ځانه سره راوړه هغه په ټوله لار د یوه منصبدرا په لاسو کې لوویده ، د نورو نجونو په هکله هغې وویل چې دهغوی سره یې یواځې په جهاز کې لیده کاته کړي دي ، هغوی هم ټولې را تښتول شوې نجوني دي کله چې په ناڅاپي توګه په جهازنو اور ولګید او جهازونه په اور کې را ونغښتل ، نو هغوی دغه ټولې نجوني په یوې کشتۍ کې ور واچولې اوپه سمندر کې ئې بې اسرې پرې ښودې . کشتۍ دوې تر دغه ساحله پورې راورسولې اوبیا دلته دوې د جاسوسانو په تور و نیول شوې . او بندیانې کړل شوې .
دا همغه قصه وه چې د تاجرانو په لباس کې هغه جاسوسانو ددې نجونو په هکله صلاح الدین ایوبي ته هم کړې وه ، د ساتونکو دډلې قومندان ته دا ډاګیزه نه وه خو هغه دا فکر کاوه چې د لمړي ځل له پاره دا ډول قصه اوري ، هغه ته خو حکم شوې و چې دا ډیرې خطرناکه جاسوساني دي ، دوې تر قاهرې پورې راورسوئ او دسلطان په یوه پټه محکمه کې ئې محاکمي ته وړاندې کړئ، ددې حکم په اساس هغه ددې نجلۍ او یا هغو نورو نجونو سره څه مرسته نه شو کولاې ، هغه دې نجلۍ ته خپله مجبوري وویله ، هغه ته دا معلومه نه وه چې د نجلۍ په ورسره کڅوړه کې لا تراوسه پورې ډیر غشي پاته دي . نجلۍ ورته وویل ،« زه له تاڅخه هیڅ ډول بسپنه نه غواړم ، که چیرې ته غواړې چې زما سره مرسته وکړې نوزه به تا دمرستې کولو څخه منه کړم ځکه چې ته ماته دومره ګران ئې چې زه نه غواړم دخپل ځان په خاطر تا په کوم مصیبت کې واچوم. زما هیڅ غمخور نه شته ، زه دهغه نجونو سره هیڅ ډول پیژندګلوي نه لرم اوهغه خلک هم نه پیژنم چې له مونږ سره په قافله کې روان دي، ته ماته رحم زړې هم بریښي او زما په زړه هم ښه لګیږې ، په دې خاطر مې دا خبرې تاته وکړې .»
ددومره ښایسته نجلۍ دخولې څخه دداسې خبرو په اوریدلو به کوم نارینه خپل ځان په کنترول کې و ساتي. دا نجلۍ مجبوره هم وه ، د شپې یواځې والې هم و، د مصرې نارینتوب را وپارید، هغه د نجلۍ سره ددوستۍ خبرې پیل کړې ، نجلۍ اوس د محبت او میني یو بل غشي وویشت او د صلاح الدین ایوبي په کردار ئې زهر ور وشیندل ، هغې وویل « ما ستاسې والي صلاح الدین ایوبي ته خپله ټوله قصه کړې وه ،ما امید کاوه چې هغه به زما پر حال باندې رحم وکړي ، خو هغې زه په خپله خیمه کې و ساتلم ، او دشرابو دڅښلو وروسته ئې زما سره بدکاري وکړه . هغه ځناور زما وجود مات مات کړ ، د شرابو د څښلو وروسته دهغې څخه داسې ځناور جوړیږي چې د انسانیت ذره هم په کې نه پاته کیږي .»
دمصرې وینه په جوش راغله او را و خوټیده ، وئې ویل « مونږ ته خو ویل شوي و چې سلطان ایوبي یو مؤمن وګړې دې ، یوه فرښته ده، د شرابو او ښځو څخه کرکه لري….»
« ګوره ! ما اوس یوځل بیا هغه ته ور وړي » نجلۍ ورته په ډیره مظلومانه توګه وویل « که چیرې ته باور نه کوی نود شپې له اړخه وګوره چې زه به چیرې وم. هغه ما په بندې خانه کې نه ساتي ، بلکه په خپل حرم کې مې ساتي ، زه ددې سړې څخه ویریږم .» دهمداسې زیاتو خبرو دکولو په اساس هغې نجلۍ د مصرې قومندان په زړه کې د سلطان ایوبي پر خلاف کرکه او نفرت را پیدا کړل او په دې ترتیب ېې مصرې په مکمله توګه په خپله ولکه کې واخست . دهغه په زړه او دماغ ئې قبضه وکړه ، مصرې په دې نه پوهیده چې دا دهمدې نجونو وسله ده . نجلۍ ورته په اخر کي وویلې « که چیری ته ماته ددې ذلیله ژوند څخه نجات راکړې نو زه به د تل له پاره ستایم او زما پلار به تا د سرو زرو په اشرفیو کې پټ کړي .» هغه ورته لاره داسي و ښووله ، « زما سره یوځاې د سمندر هغې لورې ته و تښته ، دکشتیو کمښت نه شته ، زما پلار ډیر شتمن انسان دې ، زه به له تا سره واده وکړم او زما پلار به تاته ډیر ښکلې کور او ډیره زیاته شتمني درکړي ، ته به بیا خپل تجارت کوې .»
مصرې ته دا په یاد هم نه شوه چې هغه خو مسلمان دې ؟ ، هغه ورته وویل چې زه خپل مذهب نه شم پرې ایښودې ، نجلۍ د یوڅو لمحو د تیریدو وروسته ورته وویل « زه به ستا له پاره خپل مذهب پریږدم » ددې وروسته هغوی د تیښتې او واده د پروګرامونو د جوړولوپه فکر کي شول ، نجلۍ هغه ته وویل « زه پر تا باندې زور نه راوړم ، ښه فکر وکړه ، زه یواځي ځان پو هول غواړم چې زما په زړه کې چې ستا له پاره کوم محبت او مینه پیدا شوې ده نو همدومره به ستا په زړه کې هم زما له پاره پیدا شوي وي او که نه ؟ که چیرې ته زما د قبلولو له پاره تیاریدې شې نو فکر وکړه او هڅه وکړه چې تر قاهرې پورې زمونږ سفر نور هم اوږود شي، که مونږ یو ځل هلته ورسیږو نو بیا ته زما بوې هم نه شې احساسولې .»
د نجلۍ موخه یواځې همدومره وه چې سفر اوږود شي او د درې ورځو پر ځای شپږ ورځې تیرې شي . دهغې یو علت داو چې رابن اودهغې ملګرې د تیښتې په هکله لارې چارې و لټوي او هغه پخپله هم په دې هڅو کې وه چې دشپې د ویده شوو ساتونکو څخه یا و تښتي او یا دهمغوې وسله را واخلي او پخپله پرې همغوې له منځه یوسي . خو دا کار ورته اوس شونې نه ښکاریده . تر اوسه خو دا لمړې پړاو و د هغې اړتیا همدا وه چې سفر اوږود شي تر څو په ډاډمنه توګه په مختلفو لارو چارو باندې فکرکولو ته وخت ولري او دعمل له پاره ئې ځان چمتو کړي . د همدې مقصد له پاره هغوي همدا نجلۍ ګمارلې وه تر څو د ساتونکو قومندان په خپلو لاسو کې واخلي ، نجلۍ په خپله لمړنۍ کتنه کې دا مقصد تر لاسه کړ او مصرې ته ئې دهغه دغوښتلو سره سم قیمت ورکړ . مصرې ددومره لوړې رتبي سړی نه و هغه یو مامولي قومندان و ، هغه ته کله په خوب کې هم دومره ښایسته نجلې نه وه په سترګو شوې . او بیا داسې ژوندۍ پیغله چې د هغې د انګیرونو څخه هم ډیره ښکلې وه . او هغه اوس د هغې وینځه ګرځیدلې وه . هغه خپل ځان ، خپلې دندې او خپل مذهب هم پرې ایښې و . هغه اوس د یوې لمحې له پاره هم د نجلۍ څخه جدا کیدل نه غوښتل .
په دغه لیونتوب کې هغه د سهار په وخت لمړې حکم دا وکړ چې دسپرلۍ ځناور ډیر ستړي دي په دې خاطر نن سفر نه شوکولاې ، ساتونکو او د اوښانو خاوندانو په دې حکم ډیره خوښي وښوله. هغوی د محاذ د ستړتیاو څخه نا ارامه شوي و او تر څنګ ئې منزل ته د رسیدو له پاره هم بیړه نه درلوده . هغوی ټوله ورځ ارام وکړ، خبرې اترې ئې کولې او دهغوی قومندان د هغې نجلۍ تر څنګ ناست بدمسته کیده . ورځ تیره شوه او شپه راغله ، او کله چې ټول ویده شول نو مصرې دغه نجلۍ له لاسه و نیوله او لږ لرې ولاړل ،نجلۍ اوس هغه د اسمان شنو ته رسولې و.
سهار دا قافله روانه شوه ، نو مصرې قومندان لاره بدله کړه ، هغه خپلې ډلې ته وویل چې هغه لورې ته د بل پړاو له پاره ډیر ښه ځاې دې . هلته نژدې یو کلې هم شته چې چرګان او هګۍ ترې اخستلاې شو . دهغې ډله نوره هم خوښه شوه چې قومندان ئې د ساعت تیرۍ اوعیاشې له پاره ورته لاره همواروي ، خو په دې ډله کې دوه کسه عسکر داسې و چې د قومندان ددغه کړچار څخه خوښ نه و. هغوی هغه ته وویلې ، چې له مونږه سره خطرناکه بندیان دې ، دا ټول جاسوسان دې دوي باید ډیر ژر حکومت ته حواله کړو ، پرته له کومه دلیله د سفر دومره زیات اوږدول مناسب نه ښکاري ، مصري د هغوی خولې، ددی خبرې په کولو سره چې دا زما مسئولیت دې چې ژر رسیږم او یا وروسته ، ور پټې کړې . که پو ښتنه کیږی نو له ماڅخه به وی ، له تاسې څوک نه پوښتي ، که څه هم هغوی دواړه چپ چاپ شول خو هغوی په ځانته ځاې کې په خپلو منځو کې ددې خطرناکه کار په هکله پس پسکې اومشورې کولې .
*****(۲۷)
دماسپښین نه وروسته هغوی ته په یوه لرې ځاې کې څه ټپوسان،کارغان او نور غوښې خوړونکي مرغان، چې الوتل او کښیناستل ، تر سترګو شول ، دا ددې نښه وه چې هلته څه شې مردار شوې دې ، دا سیمه د خاورې اوشګو دکوچنیو غونډیو څخه جوړه شوې وه .د ګڼو دښتي بوټو څخه هم ډکه وه ، په تلو تلو کې هغوی په همدې غونډه ایزه سیمه کې ور ننوتل ، لاره پورته تلله ، دوې ته د یوه لوړ ځاې څخه یو ستر ډاګ تر سترګو شو ، په همغه ځاې کې د ټپو سانو او مرغانو ښکته پورته کیدل او شور او زوږ را ته ، لږ څه نور هم مخته ولاړل ، نو وئې کتل چې دا د انسانانو لاشونه اومړي دي، بد بویي هم وه ، دا دهغو سوډانیانو لاشونه وه چې د روم د بحیرې په ساحل د سلطان ایوبي د فوځې یرغل په پایلوکې له منځه تللي و . په دې ځاې کې د سلطان ایوبي سپرو مجاهدینو د سوډانې لښکر په اخرنۍ برخه باندې یرغل کړې و او هغه فوځ ئې خپور ور کړې و ، مخته ترڅو میلوفاصلې پورې لاشونه پراته و . سوډانیانو ته د خپلو لاشونو د پورته کولو وخت هم نه و تر لاسه شوې ، د بندیانواو ساتونکو قافله روانه وه هغوی خپله لاره بدله کړه او د لاشونو د بدبوي څخه په څنګ تیر شول .
کله چې قافله له هغه ځایه تیریده نو هغوی وکتل چې د لاشونو په شاوخوا کې وسله هم لا تراوسه پورې اخوا دیخوا غورځیدلې او پرته ده ، بندیانو دا وسله وکتله ، هغوی په خپلو منځو کي خبرې و کړي او رابن هغې نجلۍ ته، چې اوس ئې مصرې قومندان په خپله ولکه کې اخستې و، یو څه وویل. لاشونه تر ډیره پورې خپاره پراته و ، په ښي اړخ کې د غونډیو تر منځ یوه شنه سیمه را ښکاره شو . هلته اوبه هم وې ، دا شنه سیمه همداسې پورته تلله ، نجلۍ قومندان ته اشاره وکړه ، نو هغه نژدې ورغې ، نجلۍ ورته وویل دا ځاې ډیر موزون دې همدلته پړاو وکړئ،» مصرې د قافلي مخ را وګرځاوه او د همغې شنې سیمې څنګ ته د اوبو د چیني سره یو ځاې ئې واړول ، شپه همدلته تیریدله .
ټول د اسونو او اوښانو څخه را ښکته شول ، ځناور په اوبو ور پریوتل ، د شپې د تیرولو له پاره د ښه ځاې په لټه کې شول ، ددوه غونډیو تر منځ ځای پراخه او شین هم و، نوهمدا ځای ئې د شپې د تیرولو له پاره و ټاکه .
کله چې د شپې تیاره خپره شوه نو ټول ویده شول ، مصرې ویښ پاته شو او دا نجلې هم ویښه وه ، هغه ته په ځانګړي توګه په همدې شپه ویښه پاته کیدل اوپه مصرې قومندان په پوره توګه واک موندل او هغه د خپل ځان سره د آسمان په شنو کې مدهوشول و . څه وخت چې هغې د خلکو د خراټو اواز واورید نو هغه سمدستي مصری ته ورغله ، هغه هم د همدې نجلۍ په خاطر د ټولو جدا په ځانته خیمه کې اوسیده ، نجلۍ هغه له ځانه سره کړ او د غونډۍ څنګ ته ئې یوړ او دهغې ځایه څخه ئې نور هم د لرې تللو غوښتنه وکړه ، مصرې هم د هغې د غوښتنو غلام ګرځیدلې و ، هغه ته دا احساس هم نه و چې نن شپه نجلۍ هغه د کوم مقصد له پاره دومره لرې له ځانه سره وړي ، هغه له هغې سره په څنګ څنګ کې ته ، نجلۍ هغه ددرېو غونډیو څخه هم لرې یوړ . هلته هغه و دریده او مصرې ئې په خپلو مټو کې را ونغاړه ، او بې هوشه ئې کړ .
کله چې رابن وکتل چې قومندان له خپله ځایه تللې دې او نور ساتونکي په ژور خوب ویده دي نو هغه په ملاسته ملاسته خپل یو بل ملګرې را ویښ کړ اوهغه خپل بل ملګرې او په دی ترتیب څلور واړه را پورته شول ….. ساتونکي له دوې څخه لږ څه لرې ویده و، مصرې قومندان هغه نجلۍ دومره بې پروا کړې و چې هغه به د شپې له اړخه پهره دار هم نه دراوه . تر ټولو لمړې رابن په سینه و خویید او د ساتونکو څخه لرې ولاړ او دهغې وروسته دهغې هغه څلور نور ملګري هم په همدې تر تیب د هغه ځایه لرې ولاړل . د غونډیو په اړخونو کې هغوی خپل قدمونه نور هم ګړندي کړل او خپل ځانونه ئې د سوډانې فوځ لاشونو ته ورسول . هغوی لاسونه ووهل او څلور کمانونه او د غشو خلطې ئې تر لاسه کړي ، یوه یوه برچه ئې هم را واخسته ، هغوی د همدې مقصد له پاره نجلۍ ته ویلې و چې د قومندان څخه وغواړی همدلته پړاو واچوي ، هغوی وسله راواخسته اوبیرته راغلل ، اوس نو هغوی یوځاې او په ښه وسله سنبال هم و.
هغوی ویدو ساتونکو ته را ورسیدل ، رابن د یوه ساتونکې په سینه باندې دبرچي د وار کولو له پاره لاس پورته کړ ، پاته څلور هم د یوه یوه ساتونکې په سر ولاړ و. دا ډیر بریالې چال و . هغوی کولې شول په یوه وخت دغه څلور ساتونکي له منځه یوسي او دپاته یولسو له منځه وړل ورته هم اوس دومره ستونزمن کار نه بریښیده . یواځې د اوښانو خاوندان او یو مصرې قومندان پاته کیدل . هغوی هم ډیر اسانه ښکار وه . کله چې رابن خپله برچه د وار کولو له پاره پورته کړه لږ څه شور غوندې یې تر غوږو شو او یو غشې د رابن په سینه کې ور ننوت . ددې تر څنګ یو بل غشې د رابن د ملګرې په سینه کې ورښکته شو. هغوی په غورځیدو شول او هغو نورو درې کسو ملګرو ئې ورته کتل چې دا څه وشول ، په همدې وخت کې دوه نور غشي راغلل او دوه نور بندیان ئې را وپر ځول ، اخری بندې د تیښتې له پاره شاته و ګرځید او یو غشې ئې په اړخ کې و نښت ، دا کار دومره په چپه چپتیا سره تر سره شو ، چې دهغې ساتونکو څخه ، چې مرګ ئې په سر سپور و ، د چا سترګې هم خلاصې نه شوې.
غشي ویشتونکي مخته راغلل ، هغوی مشالونه رو ښانه کړل ، دا هغه دوه ساتونکی و چې خپل قومندان ته ئې ویلې و چې دوې باید ژر تر ژره خپل منزل ته ورسیږي . هغوی ریښتوني او صادق و و ، هغوی ویده و چې دغه څلور واړه بندیان د هغوی د څنګ څخه تیریدل ، د هغوی څخه د یوه سترګې و غوړیدې ، هغه خپل ملګرې هم را ویښ کړ اود دې بندیانو پسې په پټه توګه شاته ولاړ ل. هغوی دا اراده کړې وه چې که چیرې دا بندیان د تیښتې هڅه وکړي نو هغوی به یې د غشو په واسطه له منځه یوسي ، خو ددې دمخه هغوی غوښتل ووینې چې ددوې هدف څه دې اوڅه کول غواړي ؟ هغه څه چې ورته په تیاره کې تر سترګو کیدل همغه ئې لیدل ، بندیانو وسلې را واخستلې او بیرته راغلل نو دا دواړه ساتونکی هم راغلل او دغونډې په څنګ کې ورته پټ کښیناستل ، خو کله چې دې بندیانو د ساتونکو د وژلو له پاره خپلې برچي پورته کړې نو هغوی پرې غشي را وورول ، او بیا ئې دغه څلور واړه له منځه یوړل . هغوی خپل قومندان ته ورغږ کړ خو هغه ورک مالومیده . دهغوی د غږونو په واسطه هغه نورې نجونی را پورته شوې او پاته ساتونکي هم ، نجونو دخپلو ملګرو لاشونه وکتل ، په هر یوه لاش کې یو یو غشې ورکښیوتې و . نجونو په چپه خوله لاشونه کتل هغوی ته دا معلومه وه چې دا خلک به نن شپه څه څه کوي ، مصري قومندان هلته نه و او یوه نجلۍ هم له صحنې څخه غایبه وه .
ساتونکو ته دا معلومه نه وه چې هغه وخت چې ددې جاسوس بندیانو په سینو کې غشي ورننوتل ، په هماغه وخت د مصرې قومندان په ګیډه کې هم یو خنجر ور ننوتې و. دهغې لاش دهغې درېیمې غونډۍ تر څنګ پروت و ، په دې شپه د دښتې شګې د وینو تږې معلومیدې ، مصري قومندان د خپلو ساتونکو او بندیانو څخه بې خبره دهغې نجلۍ سره تللې و او نجلۍ هغه تر لرې ځایه پورې له ځانه سره یوړ ، هغې ته دا معلومه وه چې دهغې ملګري به یوه وینه تویونکي ډرامه جوړوی ، نجلۍ مصرې یوې غونډۍ ته بوت اوهملته ورسره کښیناسته او په خپل محبت کې ئې مشغول کړ .
دهمدې غونډیو څخه په لږه فاصله کې بالیان او دهغې شپږو ساتونکو هم پړاو اچولې و ، د هغوی آسونه لږ څه لرې تړل شوي و . بالیان د موبي سره یو ځاې د یوې غونډۍ په لور تللې و دهغه په لاس کې د شرابو بو تل هم و . موبي هلته د کښیناستو له پاره یوه درۍ هم راخستې وه ، بالیان غوښتل د خپلو ساتونکو څخه لرې په کوم ځاې کي عیش او عشرت وکړي ، هغې درۍ خپره کړه ، هغوی لا تر اوسه ناست نه و چې د شپې په چپتیا کې ئې هلته نژدې د چا دخبرو اوازونه واوریدل ، هغه ټکان وخوړ او سمدستی ئې د خبرو د اوریدو هڅه وکړه . دا اواز د یوې نجلۍ و ، بالیان او موبي په ډیر احتیاط سره هغې لورې ته ولاړل او د غونډۍ څنډې ته ئې وکتل ، هغه ته دوه ناست سیوري په سترګو شول ، په ډاګه څرګندیده چې یوه ښځه او یو نر دې . موبي نوره هم ور نژدې شوه او په ډیر غور سره ئې دهغوی خبرې اوریدلي ، د مصرې قومندان سره هغې نجلۍ داسې څرګندې خبرې کولي چې موبي ته دا ډاډ پیدا شو چې دا دهغې ملګرې کومه نجلۍ ده او دا هم ورته څرګنده شوه چې هغوی قاهرې ته وړل کیږې .
کوم حرکت او خبرې چې مصرې کولې هغه بلکل ډاګیزه وې ، په هغې کې دهیڅ ډول شک ځاې نه پاته کیده . موبي په دې پوه شوه چې مصري ددې نجلۍ د مجبوریتونو څخه په ګټې اخستلو سره هغه دخپلې عیاشۍ اله جوړه وي ، موبي دا فکر و نه شوکړاې چې شاوخوا ته که بل څوک وي او دوې وویني او یا هغې چې کومه اراده کړې وه دهغې پایلې به څه وي ، هغه لږ څه وروسته شوه او د بالیان په غوږ کي ئې وویلی « دا مصرې دې او زما د یوې ملګرې سره عیش کوي ، دانجلۍ باید په څنګ کړو ، دا مصري ستا دښمن دې او نجلۍ ستا دوسته .» هغه د بالیان دنور زیات را وپارولو په خاطر وویل «دا ډیره ښایسته نجلۍ ده هغه خوندې کړه او په خپل سفري حرم کې یوه بله ښکلې هم ور زیاده کړه . »
بالیان هم شرابو نشه کړې و ، هغه د خپل ملا بند څخه خنجر را وویست اود مصري قومندان په شا کې ئې ورننویست ، خنجر ئې را وویست او یو ځل بیا ئې به ډیره ګړندۍ توګه یو بل وار هم پرې وکړ . نجلۍ د مصرې څخه را پورته او ازاده شوه ، موبي ورمنډه کړه او هغې ته ئې غږ ور وکړ. هغې هم منډه کړه او موبي ته ور غاړي وتله . هغې ورته د رابن او نورو ملګرو په هکله هم مالومات ورکړل. او دائې هم ورته وویل چې هغوی د پنځلس کسانو ساتونکو په ساتنه کې دي ، بالیان منډې کړې او خپل هغه شپږ کسه ملګري ئې له ځانه سره راوړل . دهغوی سره کمانونه او نور هر ډول وسلې وې ، په همدې وخت کې د مصري د ساتونکو د ډلې څخه یو کس مصرې ته اوازونه کول او ورپسې ګرځیده . هغه دې لورې ته راغې خو دبالیان ساتونکو په یوه غشي د هغې ژوند ورختم کړ . هغې نجلۍ تر خپل ځاېه پورې ددوې د راوستلو لارښوونه کوله او دهغې مخته مخته را تلله .
بالیان ته د اخري غونډۍ شاته رڼا تر سترګو شوه . هغه د غونډۍ په سر وخوت او وئې کتل چې هلته دوه ستر ستر مشالونه روښانه دي ، دهغوی ډنډې په ځمکه کې ښخې شوې دې . بالیان دخپلو ملګرو سره په تیاره اړخ کې و . هغه ته د مشالونو په رڼاکې هغه پنځه نجونې ولاړې تر سترګو کیدې ، ساتونکي ئې هم لیدلې شو. دهغوی تر منځ پنځه لاشونه پراته و چې په غشو ویشتل شوې و ، موبي او هغه بلې نجلۍ دواړو په سلګو سلګو ژړا پیل کړه . د موبي په را پارولو سره بالیان خپلو ملګرو ته وویل چې دا ستاسې ښکار دې، په غشو ئې وولئ ، اوس نو دهغوی شمیره هم څوارلس کسان شوې و. دا دساتونکو بد قسمتي وه چې هغوی رڼا ته و .
دبالیان ملګرو په کمانونو او لیندیو کې غشي کښیښول ، ټول غشي په یو ځل دکمانونو څخه ووتل ، په بل ځل بیا په کمانونو کی شپږ غشي کښیښول شول او په یوه ځل د بندیانو شپږ ساتونکي له منځه ولاړل ، پاته لا تر اوسه پورې پوه شوې هم نه و چې غشي دکومی لورې څخه راغلل. نورو شپږ غشو ، نور شپږ کسان ساتونکي له منځه یوړل ، پاته دوه و چې یو ئې په تیاره کې ځان ورک کړ . دویم تنبلي وکړه او په یوه وخت د سوډانیانو ددرې غشو ښکار و ګرځید. درې اوښ چلونکې پاته شول چې په هغه ځاې کي موجود نه و . هغوی هم په تیاره کې اخوا دیخوا شول . اوس نو دمشالونو په رڼا کې د لاشونو ډیرې په سترګو کیده ، په هر لاش کې یو یو غشې و ر ننوتې و ، خو په یوه کې درې غشي و . موبي منډه کړه او د نجونو سره یوځاې شوه . په همدې وخت کې هغوی ته د ځغاستونکی آس اواز تر غوږو شو چې په یوه منډه د هغه ځایه څخه ووت . بالیان وویل چې اوس نو دلته تم کیدل مناسب نه دې د،دوې څخه یو خوندې او سلامت ې ولاړ. هغه دقاهرې په لور ولاړ ، سمدستي ددي ځاې څخه و کوچیږئ .
هغوی د ساتونکو اسونه را پرانستل اوخپل ځای ته ولاړل ، هلته په رسیدو سره ئې وکتل ، چې یو آسپ د زین سره غایب شوې دې . هغه همغه پاته شوني ساتونکي له ځانه سره وړې دې . ځکه هغه خپلو آسونو ته نه شو ورتللاې ، هغه په پټه هلته ولاړ که ګورې چې اته آسونه تړلې ولاړ دي او د هغوی زینونه هم ورسره ایښې دي، هغه په یوه اس باندې زین کښیښود او په ځغاسته ئې کړ. بالیان په پاته څوارلس آسونو باندې زینونه کښیښول ، سامان ئې په دوه آسونو بار کړل. پاته اسونه ئې له ځانه سره کړل او روان شول. نجونو موبي ته ټوله قصه وکړه چې څه پرې تیر شوي و او اوس ئې چیرې روانې کړې وې ، هغوی دا هم وویل چې رابن او دهغې ملګري دسوډانیانو د لاشونو څخه د وسلو د راټولولو له پاره هلته ورغلي و خو معلوم نه شوه چې هغوی څه ډول ووژل شول.
موبي ورته وویل « چې د ایوبي په پنډغالي کې د هغې او د رابن لیدنه کتنه هسي یوه اتفاقي خبره وه ، هغه ویلي و چې ماته داسي تر سترګو کیږي چې یسوع مسیح ته زمونږه بریالیتوب منظور دې او که نه مونږ به دغسی یو ناڅاپه یو له بله سره نه وای کتلې . نن زمونږ لیدنه کتنه د توقع خلاف وه خو زه دا نه وایم چې یسوع مسیح ته زمونږ بریا منظور ده . د یسوع مسیح خدای زمونږ ه څخه ناخوښه معلومیږي ، مونږ چې هر کار ته لاس ور اچولې ، لاس مو تش را وتلې ، د روم په بحیره کې زمونږ فوځ د ماتی سره مخ شو ، دلته د کرسټوفر او رابن په څیر زړه ور خلک اودهغوي روزل شوې ملګرې له منځه ولاړل ، څرګنده نه ده چې زمونږ انجام به څه وي »
« زما په ژوند به هیڅوک تا ته لاس هم در ونه غځوی » بالیان ورته وویل « تا زما د زمریانو کمال هم و کوت ».
*****(۲۸)
په هغه وخت کې چې د بندیانو قافله دسوډاني فوځ د لاشونو تر څنګ هلته په غونډیو کې تم وه ، نو په هماغه وخت کې هلته د ساحل تر څنګ د سلطان ایوبي د فوځ پنډغالي ته درې کسان راننوتي وو. هغوی یواځې په ایټالیائې ژبه خبرې کولي ، د کالیو او لباس څخه د ایټالیا کلیوال مالومیدل ، هیڅوک د هغوی په ژبه نه پو هیدل ، ، د ایټالیا د جنګي بندیانو څخه پو ښتنه وشوه هغوی وویل چې دوې له ایټالئې څخه راغلي دې اود خپلو ورکوو شوو نجونو پسې ګرځي ، دوې غواړې دلته د فوځې سالار سره ووینې ، هغوی ئې بهاؤالدین شدّاد ته یوړل ، هغه د صلاح الدین ایوبي په غیاب کې د پنډغالي قومندان و . د ایټالیا یو بندي را وبلل شو چې په مصرې ژبه هم ښه پو هیده ، دهغه په واسطه دهغې خلکو سره خبرې اترې وشوې ، دهغې درې کسانو څخه یو د پوخ عمر سړې و او دوه نور ځوانان ول ، درې واړو یو ډول خبره وکړه ، « د درې واړو یوه یوه ځوانه خور صلیبي فوځیانو دهغوی د کورنو څخه را پورته کړې او د خپله ځانه سره ئې راوړې وې . هغوی ته چا ویلې و چې هغه نجونې د مسلمانانو په فوځي پنډ غالي کې دي ، دوې اوس د خپلو خویندو په لټه کې دلته رارسیدلي و.
دوې ته وویل شول چې دلته اوه نجونې راغلي و ې ، هغوی هم همدا ډول قصه بیان کړې وه خو هغوی ټولې جاسوسانې و ختلې ، هغوی درې واړو وویل چې زمونږ خویندې د جاسوسۍ سره کوم اړیکي نه لري ، مونږ غریب او مظلوم خلک یو ، یوه کشتۍ مو پیدا کړه او تر دې ځایه مو ځان را ورساوه.. څه ډول به زمونږ د غریبانو خویندې د جاسوسۍ کولو جرأت وکړاې شي ؟ مونږ ته د هغه اوه نجونو په هکله څه مالومات نه شته ، دا مالومات هم نه لرو چې هغوی څوک دې مونږ خو یواځې د خپلو خویندو په لټون پسې را وتلي یو . »
«زمونږ سره بله کومه نجلۍ نشته » شدّ اد ورته وویل « همدا اوه نجوني وې چې دهغوی څخه هم یوه چیرې درغل شوې ده او پاته شپږ پرون سهار له دې ځایه څخه استول شوې دي ، که چیرې غواړئ هغوی ووینئ نو قاهرې ته ولاړ شئ ، زمونږ سلطان ډیره زړه سواندې انسان دې هغه به تاسوته د نجونو سره دکتلو اجازه درکړي .»
«نه !» یوه وویل « زمونږ خونیدې جاسوسانې نه دي ، هغه اوه نجوني به بل څوک وي ، زمونږ خویندې به په سمندر کې ډوبې شوې وي اویا به زمونږ فوځونو هغوی له ځانه سره ساتلې وي .»
بهاؤالدین شدّاد یو نیک خویه انسان و . هغه ددې کلیوالو میلمنو ډیر عزت او ښه میلمستیا وکړه ، اوپه ډیر درنښت ئې رخصت کړل ، که چیرې هلته علي بن سفیان وائې نو هغه درې واړه ئې په دومره اسانۍ سره نه پریښول چې ولاړ شي . د هغې اطلاعاتې زیرکتیاو به سمدستې دا درک کړې واې چي دغه درې واړه درواغ وایی. ……. هغه درې واړه ولاړل ، هیچا ته روښانه نه شوه چې هغوی چیرې ولاړل ، هغوی ولاړل او تر ماښامه پورې ئې خپل تګ جاري وساته ،د پنډغالي څخه لرې د هر ډول خطر څخه خوندي د غونډیو تر منځ ور ننوتل .هلته د همدوې په څیر نور اتلس کسان ددوې په انتظار کې ناست و. د هغوی دریو څخه چې کوم د پوخ عمر سړې و هغه پخپله ”میګنانا ماریوس» و ، دا د صلیبیانو هغه کمانډو ډله وه چې د نجونو د ازادولو او د امکان په صورت کې د سلطان ایوبي د وژلو پرو ګرام ئې درلود . دوې درې واړو د پنډغالي څخه څه نور اړین مالومات هم تر لاسه کړې و.دا ئې هم معلومه کړې وه چې صلاح الدین ایوبي دلته نه شته او اوس په قاهر کې میشت دې ، د شدّاد سره د خبرو کولو په وخت کې کله چې هغوی ته دا ډاګیزه شوه چې نجونې دلته نه بلکه قاهرې ته استول شوې دي ، نو هلته ورته داهم جوته شوه چې دهغوی سره پنځه نارینه بندیان هم ملګري دي .
دا ډله په یوې سترې کشتۍ کې راغلې وه ، او خپله کشتۍ ئې د ساحل په یوه داسې ځاې کې تړلې وه په کوم کې چې سمندر غر پرې کړې و او دننه ئې څپې تللې . دې خلکو اوس غوښتل د قاهرې په لور ولاړ شي ، خو سپرلۍ ورته نه تر لاسه کیدې. دغه درې واړه چې د پنډغالي څخه راتلل نو هغوی دا هم کتلې و چې د فوځ دسپرلۍ اسونه او اوښان په کومو کومو ځایو کې تړلې دي . هغوی دا هم کتلي و چې د پنډغالي څخه د سپرلۍ پټول دومره اسانه کار نه دې ، یویشت آسونه او اوښان پټول دومره اسانه کار نه و . لا تر اوسه د لمر را ختلو ته ډیر وخت پاته و . هغوی په پښو روان شول ، که چیرې هغوی ته سورلۍ پیدا شوې وې نو هغوی به د بندیانو سره په لار کې یو ځاې شوي واې . اوس نو هغوی دا فکر وکړ او په پښو پیاده روان شول چې قاهرې ته ولاړ شي او هملته د بندیانو د خوشې کولو په لارو غور او فکر وکړي . ټول په دې پو هیدل چې دا د ژوند او مرګ کار دې ، صلیبي فوځي مشرانو او پادشاهانو هغوی ته د هغوی د بریالیتوب په صورت کې چې کوم انعام ټاکلي و هغه دومره زیات و چې دهغه د ترلاسه کولو په صورت کې ئې ټول عمر د خپلو کورنیو سره یو ځاې د هیڅ ډول کار کولو پرته په عیش او ارام سره ژوند تیرولاې شو.
میګنا ناماریوس ئې د بندې خانې څخه راوړې و ، هغه ته د غلا او لارشوکونې په جرم دیرش کاله بند ورکړل شوې و، د هغه سره دوه نور بندیان هم و چې د یوه سزا څلورویشت کاله او دبل سزا اوه ویشت کاله ټاکل شوې وه . په هغه وختو کي بندې خانې د قصاب خانو په څیر وې ، مجرم انسان ئې انسان نه ګاڼه ، د هغوی څخه به ئې ډیر سخت کار اخسته او د څرونکو حیواناتو په څیر به ئې غذا ورکوله ، بندیانو به د شپې له اړخه هم ارام نه شوکولاې ، دداسې قید و بند څخه مرګ غوره و.[او په دې یویشتمه پیړۍ کې د تمدن داعیانو په افغانستان اوعراق کې دا په ډاګه کړه چې ددوې بندیخانې د پخوانیو قصاب خانو څخه ډیرې بد ترې دې ، کوم سلوک، چې د بندیانو سره د بګرام ، قندهار ، پنجشیر …. او د عراق داوبوغریب او ان د ګوانتانامو په ټاپو وزمه کې ددې انساني حقوقو د بیرغ پورته کونکو له خوا وشو ، تاریخ پرې شرمیږي او دې دا ثابته کړه چې له دوې سره د انسانیت هیڅ قدر وقیمت نه شته ، په هغه وخت کې به یې یواځې کار ترې اخست خو نن یې ټوله حیا و عزت ترې اخلي ……..«ژباړن »] دې درې واړو ته د انعام څخه اخوا د بند اوقید دمعافۍ هم وعده شوې وه . په دې اساس یې هغوی په صلیب د سوګند کولو وروسته همدې ډلي سره را یوځاې کړي و . کوم پادري چې له دوې څخه سوګند اخستي و هغه ورته ویلي و چې دوې چې څومره مسلمانان ووژلې شي نو دهغې لس برابره به د هغوی ګناه و بښلې شي . او که چیرې هغوی صلاح الدین ایوبي ووژني نو بیا خو به ئې د عمر ګناهونه ورته وبښل شي. او په بله نړۍ کې به د یسوع او مسیح خداې هغوی ته جنتونه ور په برخه کړي .
دا څرګنده نه ده چې د غه درې واړه بندیانو د بندېخانې د دوزخ نه د خلاصیدو په خاطر د مرګ په دغه مشن کې ورګډ شوي و و او که په بلې دنیا کې د جنت د ترلاسه کولو، او یا دبل کوم انعام لالچ دلته راوستی و اویا دمسلمانانو پر خلاف ، چې کومه کرکه ددوې به زړونو کې ور اچول شوې وه دلته ددوې دراتلو سبب ګرځیدلې و. په هر صوت دوې په خپل عزم کې کلک مالومیدل ،خو دهغوی جوش او ولولې ښووله چې هغوی به څه څه ډول کارونه کوی ، یا به له مصره بیرته د کارونو د ترسره کولو وروسته سلامت ستنیږي او یا به خپل ځانونه همدلته د خپلو موخو په خاطر ځاروي. پاته نور اتلس کسان د فوځ څخه په ګوته را ټول کړل شوې سپاهیان و ، هغوی د سوځیدونکي جهازونو څخه خپل ځانونه په څنګ کړي و او په ډیره ستونزمنه توګه بیرته تللې و . هغوی د مسلمانانو څخه ددې ذلت ناکه ماتی د بدلي اخستل غوښتل ، د انعام لالچ هم ورسره مل و . همدا جذبه وه چې دهغې جوش او ولولو دوې د یوه نه پیژندل شوې لورې په لور روان کړي و.
دماسپښین وخت و یو آس د صلاح الدین ایوبي د دفتر مخته ودرید. د اس څخه خولی د اوبو په څیر روانې وې او سپور ئې د ستړیا له لاسه خبرې نه شواې کولې . هغه له آسه را ښکته شو نو د آس ټول جسم په ډیره سخته توګه و شړکید او پر ځمکه را پریوت او له دنیا څخه ولاړ . سپور هغه په پرلپسې توګه یوه شپه اورځ د اوبو او خوراک پرته ځغلولې و . د سلطان ایوبي ساتونکو د آس سپور سمدستې را ونیو او اوبه او خوراک ئې ورکړه او کله چې هغه د خبرو کولو وړ وګرځید نو هغه وویل چې د کوم سالار او یا قومندان سره ئې لیدنه وکړئ ، په دې وخت کې سلطان ایوبي پخپله بهر راوتلې و ، سپور هغه وکوت ، پورته شو اود سلام کولو وروسته ئې ورته وویل « دسلطان بخت دې ستر وې ډیر بد خبر مې را وړې دې » سلطان ایوبي هغه له ځانه سره دننه یوړ ، او ورته ئې وویل « ژر را ته ووایه چې څه شوي دي ؟»
«بندیانې نجوني و تښتیدې ، زمونږه ټوله ډله له منځه ولاړه » هغه ورته وویل « نارینه بندیان خو مونږ ووژل ، یواځې زه ترې خوندې پاته شوم ، ماته دا معلوم نه شوه چې یرغل کونکي څوک و ، مونږ د مشالونو په رڼاکې و او هغوی په تیاره کې . د تیارې څخه غشي راغلل او زما ټول ملګرې ئې یو په بل پسې وویشتل او وئې وژل.»
دا د ساتونکو د ډلې هغه کس و چې په تیاره کې ئې ځان غائب کړې و .او د سوډانیانو اسپ ئې را پرانستې و او را تښتیدلې و. هغه خپل اسپ د تمیدو او دمې کولو پرته پر پرلپسې توګه را ځغلولې و. هغه دومره اوږود سفر د نیمائې وخت نه هم په لږه موده کې تر سره کړې و .
سلطان ایوبي سمدستي علي بن سفیان او د فوځ یو بل نائب سالار را وبلل ، کله چې هغوی راغلل نو دې سړی ورته ټوله قصه په تفصیل سره واوروله ، هغه د پنډغالي څخه د روانیدو د وخته خپله خبره پیل کړه او دخپلې ډلې د قومندان په هکله ئې وویل چې هغه د یوې بندۍ نجلۍ سره خپل عیش کاوه او د پاته نورو بندیانو څخه بې پروا شوې و . اوبیا هغه څه چې په لاره کې کیدل هغه ئې ټول هغوی ته واورول ، خو دا ئې ډاګیزه نه شوه کړاې چې په دوې یرغل کونکي څوک و.
سلطان ایوبي علي بن سفیان او خپل نائب سالار ته وویل « ددې مطلب خو دا شو چې صلیبي ګوریلا ډلې دلته د مصر په منځ کې هم شتون لری .»
«کیداې شي » علي بن سفیان ورته وویل « کیداې شې چې دا صحرائې غله اوسي ، دومره ښایسته نجونې د صحرائې غلو له پاره ډیره په زړه پورې خبره ده .»
«تا ددې سړې خبره په غور سره نه ده اوریدلې » سلطان ایوبي ورته وویل « هغه وویلې چې نارینه بندیانو د سوډاني ځپل شوې فوځ دلاشونو سره نژدې پرتې وسلې را پورته کړې وي او غوښتل ئې ساتونکی ووژني ، د ساتونکو څخه دوو هغوی د خپلو غشو په واسطه له منځه یوړل دهغې وروسته پر دوې حمله شوې ، ددې څخه دا ډاګیزه کیږي چې صلیبې غلچکي ډلې د هغوی تعقیب کاوه ،»
«هغه چې هر څوک و ، درونده سلطانه !» نائب سالار ورته وویل « هغه کار چې باید سمدستي تر سره شي هغه دادې چې دا سپاهې د لارښونو له پاره و استول شي او لږ تر لږه شل ګړندي آسپ سواره د دې خلکو د تعقیبولو له پاره ور سره مل کړل شي، دا وروستۍ خبره ده چې دا مالوم کړو چې هغوی څوک وه ،»
« زه به خپل یو معاون ورسره و لیږم » علي بن سفیان ورته وویل .
«دې عسکر ته تر هر څه دمخه غذا ورکړئ » سلطان ایوبي وویل او زیاته ئې کړه چې « پریږدۍ چې دا لږ څه ارام وکړي ، تاسو ددې سر ه شل کسه اسپ سواره تیار کړئ او ورسره ئې واستوئ ، که چیرې اړین ئې ګڼئ نو د زیاتو سپورو د استولو په هکله هم فکر وکړئ.»
«ما چې له کومه ځایه دا آسپ را پرانسته نو هلته نور اوه اسونه هم ولاړ و » سپاهي وویل . هلته بل داسې څوک نه و ، کیداې شي چې یرغل کونکي همدا ډله اوسي ، که چیرې دهغوی آسونه اته و نو هغوی به هم اته کسان وي .»
« د ګوریلا او غلچکي وګړو شمیره هم له دې څخه ډیره نه وی » یوه نائب سالار وویل ، « مونږ به که خداې کول هغوی په خپله ولکه کې را نیسو .»
«دا یاد ساتئ چې هغوی غلچکیان دي » سلطان ایوبي ورته وویل « او نجونی جاسوسانې دي ، که چیرې تاسې یو جاسوس او یا غلچکي کس نیسئ نو داسې و انګیرئ چې تاسې ددښمن دوه سوه عسکر ژوندې نیولي دي . زه ددښمن د یوه جاسو س د وژلو له پاره دهغوی دوه سوه عسکر پریښوداې شم . یوه ښځه هیچاته زیان نه شي رسولې خو یوه جاسوسه او تخریب کاره ښځه په یواځې ځان د یوه هیواد بیړۍ ډوبولاې شي، دا نجونې ډیرې زیاتې خطرناکې دي که چیرې دوې د مصر دننه خوندي پاته شي نو ستاسې ټول لښکر به بیکار ه کړي ، د یوه جاسوس او یا جاسوسې د نیولو او یا د هغه / هغې د له منځه وړلو له پاره سل سپاهیان که ځار کړل شي نو بیا به هم دا سودا ډیره ارزانه وی ، که چیرې دا غلچکیان و نه نیول شي دومره پرواه نه کوی خو دا نجونی باید په هر قیمت چې وې تر لاسه شي. که اړینه شي نو د غشو په واسطه ئې له منځه یوسئ خو ژوندئ باید ولاړې نه شي .»
د یوه ساعت په وخت کې نژدې شل کسان ګړندي سپاره تیار او و استول شو.دهغوی لارښود همدا ساتونکی و. اوقومندان ئې د علي بن سفیان یو نائب «زاهدین » و. په دې سپرو کې علي بن سفیان فخر المصرې هم په ځانګړې توګه ورګد کړې و. دا د فخر غوښتنه وه چې هغه د بالیان او موبي د تعقیب په خاطر ور ولیږئ ، خودا مالومات نه علي بن سفیان ته و او نه فخر المصري ته چې هغه ډله چې دوې ئې تعقیبول غواړي پخپله همدا بالیان او موبي او د هغوی هغه شپږ وفاداره ساتونکي دي او که بل څوک؟.
له یوه اړخه دغه شل اسپ سواره روان شول چې یویشتم ئې د ډلې قومندان و ، دهغوی موخه د دنجونو بیرته را نیول و اوهغوی ته چې هغوی ئې ازادې کړې وې سزا ورکول و. او د بله اړخه د صلیبیانو شل کسیزه کماندویي ډله هم را روانه وه ، دهغوی موخه هم همدا د نجونو ازادول و. خو دهغوی کمزوري داوه چې هغوی پیدل را روان و ، ددواړو ډلو څخه یوه ته هم دا ډاګیزه نه وه چې دکوم ښکار د تعقیب او رانیولو له پاره چې دوې روان دې هغه چیرې او په کوم ځاې کې دې .
پاته په دولسمه برخه کې ولولئ