کور / خبرتیا او پيغامونه / له ويرژلې شاعرې خور سارا بياباني سره په ويرکې

له ويرژلې شاعرې خور سارا بياباني سره په ويرکې

 


 رښتيا هم غم له غمه نه شرمېږي، په تېره د غمولې او غمېدلې پښتني- افغاني ټولنې په برخه کې چې اړوند متل يې د شعور زېږنده ده. زموږ د اغلې هڅاندې شاعرې نجيبې سارا بياباني سترګې لا د اوږدې رنځېدلې خور له ويره وچې نه وې چې دادی، ورور يې هم د تلپاتې يانه څپلۍ ورپسې په پښو کړې او دا ويرژلې يې نوره هم پسې ويرژلې او ويرژړلې کړه.


داسې هم نه ده چې ګوندې له هغې جنګ، جهل و جنايت ځپلې ټولنې څوک په توره تېښته بريالي شوي او څه ناڅه يې سر پر سيوري شوی، نور يې له جوړه جوړه غمونو ژغورون موندلی، ځکه دا بل متل هم لرو چې وايي:


((که لاړشې تربلخه، درسره ده خپله برخه))!


ان هغه چې تر بسيا او هوسا لويديزو هېوادونو هم رارسېدلي او له پژني (فېزيکي) پلوه روغ رمټ برېښي، بيا هم په هغه بد مرغه ټولنه کې ترې د پاتې کورنيو غړيو او خپلو خپلوانو له غمه تر رواني فشار لاندې دردېږي او کړېږي.


زموږ شاعره خور بيا په دې ډاډه وه چې پلرنۍ کورنۍ يې لږ تر لږه تر پا کستانه رسېدلې او د ((وخوره- مه مره)) ترڅنګه به يې د درو درملو غم هم کولای شي. دې خواخوږې او زړه سواندې د خپلې بې درملې رنځورې خور د درملنې په پار د ناروې ارام ژوند پر ځان نارامه کړی وو او ډېر وخت يې ورسره د پېښور سوځنده ګرمۍ  وګاللې، ترڅو يې مړی هملته خاورو ته وسپاره او د يو څه مهال لپاره خپلو بچيانو ته راستنه شوه. خوکال لا پوره نه وو چې د څه ناڅه روغ جوړ ورور مرګ يې پر زړه بل نوی داغ کښېښووه!


موږ بې له دې چې ورسره يوځای اوښکې توی کړو، نور څه مو له لاسه کېدای نه شي. په دې توګه دې او ګردې ويرژلې کورنۍ او په ځانګړې توګه يې په پوره مورنۍ مينه روزلو زامنو احمد نجيب او احمد مجيب ته د ځان او نورو خواخوږيو له خوا د زړه له ژورو خواشيني او خواخوږي څرګندوم او هغو دواړو خدای بښلو ته جنتونه غواړم!


په درناوي