کور / #PTM / چې په تنګ شي نو په غورځنګ شي

چې په تنګ شي نو په غورځنګ شي

ډاکټر ساپی حمیدالله زړور
پنجابي دا اویا کاله پر قامونو تیری کړی *** باباګانو او ځوانانو شرنګولی د خطر زنګ
باچاخان،د ایپی فقیر، پوونده او خان شهید*** د نجیب،نقیب، ارمان او مشال خان د وینو رنګ
چې یو دم په وجود راغی د (پښتون ژغورنې غورځنګ)*** هر پشتون او پشتنې ته سو منظور د قام نڼګ
د شهیدو ارواګانو الهامونه لا ژوندي دي *** چهودري ،ارباب ،شریفان!!! نه پوهیږي په دا څنګ
فوج،جاسوس،پولیس،ملیشه د انګریز سکه غلام دي*** خلک سوله ،لاریون غواړي؛ دوی مدام تږي د جنګ
عدم تشډد ګټلې هند،بنګال او افریقه کښې *** څوک چې دوی سره دښمن دي لکه سر وهي په سنګ
که یو وارې ولسونو خولې او مټې سره یو کړې*** عمرانکه ! ته یو بال ېې، پوکستین به دې شي ړنګ
ما ساپي زړور حمید په کتاب کښې دي کتلي**** افغانخوا،بلوڅ-پشتونخوا به یو کیږي نور شلو تنګ!
په ټوله پښتني افغاني مینه او مننه
بروکسل/د غبرږولي ۱۲/۱۳۹۸=د رمضان المبارک ۲۸/۱۴۴۰ قمری هجری=# د ۲۰۱۹ عیسایی میلادی د جوون۲همه نیټه