کور / سياسي / امیر خان متقي ته!

امیر خان متقي ته!

ليکنه: داکتر سعیدی

د امارت اسلامي د مشر ښاغلي ملا هيبت الله د دفتر رئيس او قطر کې د طالبانو د مذاکره چي ټیم غړي محترم ملاء  امیر خان متقی د یوتیوب د روستي تصویري پېغام په تړاو!

جناب امیر خان متقی ته سلام!

ستاسې روستۍ تصویري جذباتي وینا مې واورېده. ستاسې د خبرو تون ، وړاندې شوای منطق او څېرې  مو داسې  ښکاري چې پر خپلو خبرو اقلاً خپله باور لرې او درته سمې ښکاري خو په تأسف سره داسې نه ده!

ښکاره خبرې نه کوې. ستاسې وړاندې شوي منطق کې سپين او لاجوابه نکات شته چې د اکثرو جواب او موقف تاسې سره شته خو عمداً ملت او اورېدونکي ته د هغه جواب ښکاره نه وایاست او د اورېدونکي نه ‌‌‌‌‌‌ډار لرئ چې هغه به در سره ونه مني.

منطق مو هماغه دی او هغه منطق كاروې چې که: کور مو وسوځيده، خېر خو دیوالونه یې پاخه شول.

تاسې  افغانستان کې د حاکمیت د مېنځ ته راتلو خبر ګو‌‌‌‌‌‌ډه او ماته کوئ. ټول شواهد ښکاره کوي چې تاسې د ملت ارادې نه پورته د علماء شوراء چې ستاسې په خوښه انتصای او هغوی بیا امیر او امارت اسلامي اعلان او ستاسې امیر به امیر وي.

دا به ستاسې حق، آرزو او غوښتنه وي خو د افغانستان د خلکو په اسلام باور لرل او د هغوی انتخاب اصل ګڼل د نن ورځې قبول شوای او اسلامي اصل دی چې ښکاري تاسې ددې لارې مخالف یاست.

تاسې د امریکایانو او نورو رسمي بهرنیو ځواکونو د وتلو تأکید او د وتلو سکیجول غواړئ خو عین حال کې پوهیږئ چې امریکایان دلته پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې غواړي او تاسې د دوه درېو سره ښکاري توافق وکړئ او کوئ. دا چې د بهرنیو پوځونو د وتلو خیل او هو‌‌‌‌‌‌ډ لرئ  الله دې خیر درکړي، خو دا مو ونه ویلې چې د پاکستان، ایران، د طالب د نورو ‌‌‌‌‌‌ډلو  او داعش د پوځي عدم مداخلې او وژنې نه د ممانعت تضمین به څوک ورکړي؟

هو مونږ پوهېږو او زه باور لرم چې ستاسې یو څه هلې ځلې ددې موجب شوي چې د اسلام دښمنان په افغانستان کې خپلې برنامې په خلاصه او ارته توگه عملي نه کړي، افغان  کابل حاکمیت او شاوخوا راټولو افغانانو ته  څه نا څه اعتناء وکړي او دا حالت څه نا څه ستاسې له برکته دی. خو ستاسې دا هسې  عامې ګ‌‌‌‌‌‌ډې و‌‌‌‌‌‌ډې نسخې، خبرې او منطق ستاسې قوت، ستاسې د کارو منطق او د نسخو صحت نه ثابتوي، ملت یې ستاسو د ټوپک پرته درسره نه مني او تاسې هسې ځان ته دوکه ورکوئ او هسې ځان خوشالوئ.

مشره گمان کوئ چې چېرې هلته کوم کلي کې د  ړوند  او کوڼ، اما ساده او صادق طالب سرباز او په وطن اواسلام مېن مجاهد چې له دنیا، دهغه له مَکر، حیلې او دوکه خبر نه دی، ناست یې او د هغه سره بحث او خبرې کوې.

الله تعالی دې تاسې او مونږ ټولو ته هدایت وکړي.

په یاد ولره چې شکر د الله (ج)دی چې الله تعالی مونږ ته بصیرت راکړای او ستاسې  د خبرو شپږ اړخه او که میالغه ونکړم، ستاسې ما فې الضمیر دې (ان شاء الله تعالی) چې سنجولای او لکه پرانیسته کتاب ذې لوستلای شو.

نو هسې خوشې ځان ته برائت مه ورکوئ او باور ولره چې اوس تاسې د افغان تراژیدۍ د ادامې یو لا مل یاست.

دا ځکه درته لیکم چې مې په روستیو اتلسو کلو کې په دې تأکید او پراخ تبلیغات کړي چې تاسې د افغانستان د سیاسي ستیج یو جز یاست او تاسې سره باید مذاکره او معقوله مصالحه وشي.

هو تاسې د افغانستان د سیاسي ستیج جز یاست، نه کُل!

په یاد ولرئ او له الله  پاکه ووېریږئ چې

خودکشه، او انتحاري اعمال مو اسلامي بنسټ او اساس نه لري.

له مسلمانه د توبې فرصت اخلئ،

بې گناه انسانانو ته د انتحاري عمل په وجه چې تاسې استشهادي بولئ، ضرر رسوئ او دا د اسلام د احکامو خلاف عمل دی.

 صحیح حدیث دی چې څوک چې حتی  د مسلمانانو سره متعهد کس  ووژني نو د جنت بوی به  تر لاسه نه کړي.

 د بې ګناه انسان قاتل ته د ابدي دوزخ وعده الله (ج) ورکړې او د اسلام دین کې د هر تخلف جزا او حتې د صریح کفر جزا حتما قتل او وژل نه دي. د اسلامي عالم کار دی چې حتی د علني مرتد سره تنویري کار وکړي. هغه چې مسلم دی او م‌ؤمن نه دی د هغه کار او محاسبه الله ( ج) سره ده! ‌

د اسلامي حدود تطبیق په اندکترینه شُبه ساقطيږي او تاسې دلته د الله له حده تېری کوئ.

غدر او عهد شکني مو هم شته.

د اسلام ستر پيغمبر  محمد الرسول الله خپل ځای ناستی غوره نه کړ او دا کار یې اسلامی امت ته پریښود.

د انسان او بیا مسلمان او بیا ملا او عالم وژل او هغه هم د مسجد او روژې وخت او دا چې د پاکستان مرتد پوځ پسې خبرې کوي او د افغانستان او افغان مسلمان ملت آواز پورته کوي او داچې ستاسې له کبله دادې  د افغانستان خاوره د پاکستاني اغزن سیم او دروازو له لارې پنجاب قبضه کوي، ستاسې نه بښل کیدونکو تخلفاتو او ګناهونو لست چې نور هم اوږد دی، په ښکار وجود لري او تاسې ځان ته برائت نه شې ورکولای.

که دا جنایات نه کوئ او تاسې پسې تهمت دی، چې ممکنه خو ده، نو په کلکه اړتیا شته چې تاسې باید دا بلافاصله په ‌‌‌‌‌‌ډاګه ووایاست. ستاسې انکار ستاسې مسوولیت کموي اما برائت نه درکوي!

! وامتازوا الیوم ایها المجرمین

ایمان لرم چې الله( ج) به مو مواخذه کړي او دا مواخذه. شدیده او سخته ده!

 ایمان لرو چې دا ورځ حتماً راتلونکې ده.

  نړۍ، افغان ملت او تاسې خپله پوهیږۍ چې ستاسې څنګ کې او یا تاسې د داعش، د طالب نورو ‌‌‌‌‌‌ډلو، پاکستاني ملېشو، ایراني فاطمیون او زینبیون، د مخدره موادو مافیا، د ب ۵۲ په زور،  زور او زر ته رسېدلې مافیا او …په افغانستان او سیمه کې وجود لري او د ددې جغرافیې یوې برخې باندې تسلط لري. نو ستاسې ادعاوې چې د افغانستان ۷۰ فیصده زمکه مو تر تسلط لاندی،  ستاسې ناتواني او نادرسته ادعاوې او درواغ ثابتوي. سفارښتنه کوم  چې داسې شاخداره درواغ مه وایاست.

له بلې خوا که تاسې د افغانستان په ۲۰ فیصده خاوره  هم تسلط لرئ او په ۵۰ سلنه د عملیاتو امکانات لرئ او یا سل تنه سرباز لرئ نو په کار ده چې تاسې سره مذاکره او مفاهمه وشي او د وطن او خاورې، د مسلمان  او انسان وژنې مخنیوی وشي!

په ‌‌‌‌‌‌ډاګه وایم چې زه د کابل د ادارې او حکومت سره کوم تړاو نه لرم او نه د هغوی کس یم، سیاسي مستقل څېړونکی، اسلام، افغانستان او خپل ملت او ایمان ته متعهد يم.  که غواړې چې ځان پوه کړې ماته زنگ شه چه  زه درته نور تفاصيل هم دركړم او په جزئياتو  دې پوه کړم . په هغو خبرې دې پوه کړم چې ستاسې د وړاندې شوي منطق په تناسب هم وي!

هغه مسايل درته تشريح كړم چې ستاسې سر پرې لا خلاص نه دی او سر به مو خلاص شي!

تاسې لمړی او  اول دا  خبره  روښانه کړئ چې تاسې په افغانستان کې د حاکمیت د ایجاد میکانیزم  څوک او څنګه تحقق مومي!

اولويتتونه كوم دي او د ملت نقش هغه کې؟

تر څو دغې پوښتنې درسته ځواب نه شې دا نورې خبرې دې هسې د وقت ضایع کول دي.

ستاسې موجوده مواضع په هر قیمت د سېاسي قدرت د رسېدو هڅې دي، ستاسې دا اعلانات چې تاسې هغه پخواني خلک نه یاست او اوس نورو ته هم برخه حق ورکوئ. خو دا مو ونه ویلې چې تاسې ته ددې حق ورکولو مسوولیت او صلاحیت چا درکړای چې تاسې یې بیا نورو سره تقسیموی.

ستاسې دا مواضع افغانستان او دغه کړېدلي ملت  ته با عزته سوله نه شي راوړلای.

نور تفاصیل به هم درکړم  که زنګ شې

مننه