کور / خبرتیا او پيغامونه / په لندن کې، د کوچني اختر د لمانځه خبرتيا

په لندن کې، د کوچني اختر د لمانځه خبرتيا

په بريتانيا کې  د مېشتو افغانانو د ټولنیِ له خوا،  د سپېڅلي روژې  په پای کې، ددې مبارک  کوچني اختر  په مناسبت، تاسو  ټولو لروبرو او په نړۍ کې  خوَرو وَرو افغانانو، په  بريتانيا کې اوسيدونکو  وطنوالو او د نړۍ  يونيم مِليارد مُسلمانانو ته  مُبارکي  وايو .

روژې، پرهېزونه، لمنځونه  او عبادتونه مو قبول  شه .

د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو نه، يوځل بيا، هيله لرو او غوښتنه کوو چې  د سپيڅلتيا او دُعاګانو په دې مهال، د دې مبارک اختر د  لمانځه په پای کې، زموږ  په محبوب تاريخي  هېواد افغانستان کې  ددې روان  ملت وژونکي  اوږده  وحشي جنګ او د افغانستان د تاريخي دُښمن سره مل فريبکاره نيواک د ختم، د سراسري دايمي افغاني سولیِ د ټينګښت، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سراسري مِلي وحدت، د ډېر مُستحکم، ډېر زورور، ډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او وُلسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .

د اختر لمونځ   به د اختر په اوله  ورځ،  د ګهيځ په لسنيمو( ۱۰:۳۰) بجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .

تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو  وروسته،  د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .

د ټولنیِ سره په نږدې ځينو سړکونو کې، د دغه وخت دپاره د موټرو درول ازاد دي.

د  رهبري هيئت له خوا

د ټولني پته:

West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
020 8993 8168

سيدجان کارواني

د ټولنیِ افتخاري مشر