کور / راپور / په نورستان کي ۱۵۲ انجوني له دوولسم ټولګيو فارغي سوي دي

په نورستان کي ۱۵۲ انجوني له دوولسم ټولګيو فارغي سوي دي

په نورستان ولايت کي د زده کونکو انجونو شمېر د پخوا په پرتله درې چنده زيات سوی دی.

سږ کال په همدې ولايت کي له دولسم ټولګيو څخه ۱۵۲ انجوني فارغي سوي دي، چي پنځوسو تنو  ئې کانکور ته نومليکنه هم کړې ده.

د نورستان ولايت د ښووني او روزني چارواکي وايي، چي د پخوا په پرتله د انجونو په زده کړه کي پرمختګ سوی دی او دا مهال په نورستان کي شپاړلس زره انجوني په زده کړو بوختي دي.

د ياد ولايت د ښووني او روزني رئيس مولوي محمد امين حماد وايي: ” تېر کال موږ سل انجوني فارغاني ورکړي وې چي پنځوسو ئې کانکور ازموینه هم ورکړه، خو په ۹۷ کال کي موږ ۱۵۲ انجوني فارغي کړې چي ډېرو ئې کانکور ته ثبت نام وکړ.”

خو ددې سره سره په نورستان کي له پوهنتون فارغه ليسانسه استاده نسته.

د چارواکو په خبره، که چيري د نورستان انجوني پوهنتونونو ته جذب سي د استادانو ستونزه به ئې هم ورسره حل سي.

وړاندي په سيمه کي د طالبانو لخوا د انجونو ښوونځيو ته ګواښ متوجې وو، خو اوس چارواکي وايي چي دا ستونزه ئې حل کړې ده.